د ایران سفیر: د سیمې هیوادونه طالبانو سره د تعامل په اړه اجماع لري 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو سره په کتنه کې ویلي، د سیمې هیوادونه د طالبانو سره د تعامل برخه کې اجماع لري.

حسن کاظمي قمي د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷(چنګاښ ۲۶) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د تیرې ورځې په دغه کتنه کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د دغه هیواد له خوا د تعلیم، روغتیا او بشري چارو کې د مرستو په برابرولو هم خبرې شوي دي.

قمي ویلي: "په دې مې ټینګار وکړ، چې د طالبانو سره د تعامل او تماس ، تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ اجماع شته دی."

فریدون هادي سينيرلي اوغلو د روان کال د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا په دغې دندې د ګمارلو وروسته د تیرې میلادي میاشتې په دوهمه نیمايي کې په لومړي ځل افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت د چارواکو په ګډون یې د ملګروملتونو د ادارو د مسوولینو سره هم خبرې وکړي.

فریدون هادي سينيرلي اوغلو، په داسې حال کې دغه لوړپوړي ایراني دپلومات سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي، چې د طالبانو د حکومت ویلي ملګري ملتونه د روان کال ترپایه د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د اپریل په میاشت کې په دوحه کې د جوړ شوي نړیوال کنفرانس په څیر یو بل کنفرانس جوړوي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ورته ویلي چې طالبانو د حکومت استازي به هم دې غونډې ته وبلل شي.

په عین حال کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جولای ۱۵( چنګاښ ۲۴) وویل، چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې هغه ته په مسکو کې د افغانستان په تړاو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په دې اعلامیه کې د مسکو فارمټ د راتلونکې غونډې د جوړیدو نیټه نه ده ښودل شوې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې مسکو فارمټ د غونډو د لړۍ وروستۍ غونډه د طالبانو د استازو د ګډون پرته جوړه کړې وه.

د افغانستان د حالاتو د څیړلو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی دي.

په دې غونډو کې چین، هند، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان د بهرنیو چارو لوړپوړې چارواکي برخه اخلي. دمخه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبان استازي هم دغې غونډې ته بلل شوي و.