ملا برادر: پانګونې ته ښه شرایط مساعد دي؛ سوداګر: لا هم ستونزې لرو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو له کورنیو او بهرنیو سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې؛ یو شمېر افغان سوداګر د پانګونې پر وړاندې له ستونزو شکایت کوي.

په جرمني کې مېشته افغان پانګواله مریم جامي، چې د محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو د وضع کړو محدودیتونو او د بېلابېلو ډلو د ګواښونو له امله په هېواد کې له پانګونې وېره لري.

نوموړې وايي: “د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه او د داعش او نورو ډلو له‌خوا ګواښونه شته، ایا دا نظام کولی شي د خلکو ټولې غوښتنې پوره کړي؟ ایا د دې لپاره چې په سیمه کې بیا جګړه پیل نه‌شي، د باثباته امنیت ټینګولو تضمین کولی شي؟ دا ټولې هغه اندېښنې دي چې موږ په تېره ښځې، اوس هم ډاریږو، له همدې امله نه شو کولای چې په افغانستان کې پانګونه وکړو.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم د دویم ستر نندارتون د پرانیستې پر مهال له افغان او بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: “د اسلامي امارت له واکمنېدو او د امنیت په تامینولو سره د پانګونې او له منابعو څخه د استفادې زمینه برابره شوې ده، زه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکوم او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوم چې له ټولو هغو حقوقو څخه به برخمن وي، کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي.”

په افغانستان کې د وچې مېوې صادروونکی شېرعلي ځدراڼ وايي، که څه هم د سوداګرۍ لپاره امنیت ټینګ شوی، خو نورې ستونزې شته چې د دوی د سوداګرۍ لپاره یې خنډونه جوړ کړي دي.

ښاغلی ځدران وايي: “زموږ اصلي ستونزه دا ده چې کله موږ توکي لېږو، نړۍ چمتو نه‌ده چې زموږ صادرات په سمه توګه ومني او پیسې موږ ته د بانک له لارې راشي. موږ په خپله عملیاتي څانګه کې هم ستونزې لرو، کله چې موږ خپل جوازونه تصفیه کوو، پروسه یې ډېر زیات وخت نیسي او کله چې موږ خپل توکي د کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته لېږو، په ډېره لوړه بیه صادريږي.”

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې د ځینو ستونزو موجودیت تاییدوي خو وايي،د امنیت په برخه کې کومه ستونزه نه‌شته.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: “بنسټیزې ستونزې چې اداري فساد او امنیت دي، تقریبا حل شوې دي، خو د ویزې او بانکي سیستم ستونزې ناحلې پاتې دي او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.”

د "امام ابوحنیفه" په نوم دویم نړیوال نندارتون د یکشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو، چې پکې پر افغان سوداګرو سربېره پاکستاني،ایراني او نورو بهرنیو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه نندارتون د طالبانو حکومت په همکارۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له‌خوا جوړ شوی و.