دوه زیري او یو خبر!

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپرغۍ ویبپاڼه چې نژدې اتلس کاله د ګرانو هیوادوالو په چوپړ کې وه د څه مودې رایه دیخوا يې د تخنیکي ستونزو له امله خپرونې ځنډېدلې وې دادی د ژمنې سره سم یو ځل بیا په ښکلي او په زړه پورې بڼه د خپل ملي، هیوادني او وطنپاله مسوولیت پر بنسټ د ګرانو هیوادولو د سیاسي ، ټولنیزو او علمي افکارو د خپرولو دپاره چمتو ده. تاسې درنو قلموالو او قلمي همکارانو او د سپرغۍ ویبپاڼه مینوالو ته بلنه درکول کېږي څو د سپرغۍ ویبپاڼې سره خپله همکاري لکه د پخوا پیل او جاري وساتئ او خپلې لیکنۍ، نظریات، شننې، وړاندیزونه او نیوکې د سپرغۍ ویبپاڼې د تګ لارې په پام کې نیولو سره د خپرېدو دپاره واستوئ.  همدارنګه له تاسې درنو همکارانو او د سپرغۍ ویبپاڼې له لوستونکو او مینه والو هیله کېږي د سپرغۍ ویبپاڼه له خپلو دوستانو، همکارانو او د وطن او نړۍ اړوندو د اړین، او اعتبارلرونکو مالوماتو د تر لاسه کولو په مخه شریک کړئ څو د سپرغۍ ویبپاڼې له منځپانګه ګټه پورته کړي.

درنو دوستانو خپل مطالب په دغه پته له موږ سره شریک کړئ: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

د سپرغۍ ویبپاڼې لینک: sporghay.com

جوملا ۴

درنو دوستانو د سپرغۍ ویب پاڼې د بیا رغونې سره په هممهاله وخت کې ما د ویبپاڼې جوړولو ستر پروګرام چې د Joomla 4 په یادیږي او د ګوګل د پښتو ژباړې د پروګرام له تنظیم وروسته، دا دویمه ستره  انترنیتی بروژه ده چې ما په مستقله توګه بشپړه کړې ده په دې مانا چې ما Joomla 4  د لومړي ځل دپاره پښتو ته و ژباړله. په دغه پروګرام کې نژدې د اتیا زره په شا او خوا کې لغتونه او جملې پښتو ته و ژباړل شول او دې کار نژدې دوه کاله په دربر کې ونیول. دغه ژباړله به ډېر ژر د ځنې غلطیو او تېروتنو له اصلاح وروسته به انلاین ډول د Joomla 4  په پاڼه کې خپور شي او د ټولو د لاسرسي ته به  وړاندې شي. د یادونې وړ بولم چې په دې حجم د یوې پیچلې مسلکي ژباړې ترسره کول خورا زیات دروند کار دی نو ګېدی شي ځنې تېروتنې تاسې ته تر سترګو شي. له دې کبله له ټولو دوستانو هیله کېږي څو خپل نظریات، وړاندیزونه ددغه ژباړې د لا ښه کېدو دپاره له ما سره شریک کړئ څو په راتلونکي کې تېروتنې او غلطۍ سمې او اصلاح شي، تاسې د اوس دپاره کولی شئ دغه ژباړه د سپرغۍ ویبپاڼې په پاڼو کې ووینئ. هیله کېږي تېروتنې یادداشت او خپل وړاندیز اصلاح دپاره د سپرغۍ د برېښنایی پتې له لارې واستوئ.

په پای کې د رمان جان پرهیز څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د دواړه چارو په بشپړولو کې یې له ما سره د زیاتو مصروفیتونو او کاري بوختتیاو سره سره بیدریغه او ستره مرسته وکړه. روغتیا، اوږد ژوند او لا زیات بریالیتوبونه ورته غواړم.

په درنښت

عبدالملک پرهیز