عمران خان: ملکي او پوځي مخلوط نظام پاکستان تیارې ته ټېل وهي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دغه هېواد کې د ملکي او پوځي مشرتابه ترمنځ د جوړجاړي پر بنسټ روان مخلوط یا ترکیبي نظام هېواد تیارو ته ټېل وهي.‌

هغه زیاته کړې د دې لامل دا دی چې له یوه شخص یعنې د پوځ لوی درستیز سره د "ویټو کولو ځواک" موجود دی.‌

عمران خان دا څرګندونې د امریکا له 'اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي' شبکې سره تازه مرکه کې کړي.

د تحریک انصاف ګوند مشر د خبریال مهدي حسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده د واک دوره کې ژورنالیستان او مخالف سیاسي مشران نیول کېدل وویل، هغه مهال هم د ژورنالیستانو او د اپوزیسیون مشرانو په ځپلو کې اسټبلشمېنټ ښکېل و.‌

نوموړي زیاته کړه "زما دوره له اوسنۍ سره نشئ پرتله کولی. تر دې ان د جنرال [پرویز] مشرف پوځي واکمني ډېر ازاد فکره وه. تاسې ووایئ ما کومه تلویزیوني شبکه تړلې؟ دې دور کې څلورو ژورنالیستانو هېواد پرېښود. پنځم یې قاضي القضات ته لیک واستاوه چې ژوند یې خطر سره مخ دی. هغه کینیا کې ووژل شو."

له عمران خان په دې مرکه کې په ۲۰۲۰ کال د بې پولې خبریالانو د ټولنې رپوټ ته په اشارې،‌ چې نوموړي ته پکې د 'ازادو رسنیو د ښکاري' خطاب شوی و، په دې اړه هم پوښتنه وشوه چې دی د ژورنالیستانو په ګواښلو او نیولو تورن دی.

هغه وویل 'مساله دا وه چې هغه مهال د ترهګرۍ خلاف جګړه پای ته نږدې کېدله. اسټبلشمېنټ پر ځای نیوکو ته اندېښمن و. د ځینو کسانو د نیولو مسوول همدوی [اسټبلشمېنټ] وو. خو دا کار دومره نه کېده لکه اوس چې کېږي."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر دا هم وویل چې ګوندې رسنیو کې یې د نوم په اخیستلو بندیز لګېدلی دی.

عمران خان په دې مرکه کې ویلي ښه به دا وه چې ده د ورسپارل شوي کمزوري او مخلوط حکومت پر مخ وړلو پر ځای له سره ټاکنو ته مخه کړې وای.‌

د پاکستان پخواني لومړي وزیر وویل "دغه ترکیبي یا مخلوط نظام په مخ نشي تللی. که منتخب لومړی وزیر یاست، نو د سمون او اصلاحاتو راوستلو لپاره باید خپل اختیار درسره وي. دا نشي کېدلی چې مسوولیت ستاسې پر غاړه وي ځکه ټاکل شوي یاست، خو واک او صلاحیت دې ویشلی وي، ځکه د پوځ له مشر سره د ویټو ځواک موجود دی."

عمران زیاته کړه چې د داسې نظام پایله ناکامي ده.

نوموړی وویل له دې وېرېږي چې که نظام د قانون په واکمنېدو سره سم نه شي، نو پاکستان به نور هم د تېارې خوا ولاړ شي.