ملګري ملتونه: طالبانو او مقاومت جبهې د جګړو لپاره ماشومان ګمارلي  

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې یې د ماشومانو د جدي سرغړونې شاوخوا ۱۸۰۰ پیښې ثبت کړې دي.

دغه سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي ډک چلند او په جګړو کې د هغوی استخدامولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو د وضعیت په اړه خپور شوی، په کانګو، اسراییل، فلسطین، سومالیا، سوریه، اوکراین، افغانستان او یمن کې د ماشومانو د ناوړه وضیعت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغو هېوادونو کې یې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او په جګړو کې د استخدام پېښې ثبتې کړې دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې د ماشومانو د استخدام او له ماشومانو سره د تاوتریخوالي ۱۷۹۷ پېښې ثبت شوي دي.

ګوټېرېش په دې راپور کې زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو سازمان د سرغړونو د ۱۷۹۸ پېښو چې ۹۷۰ یې ماشومان ( ۷۸۳ هلکان او ۱۷۸ نجونې) او د ماشومانو د قربانۍ ۱۴ نورې پېښې تایید کړي دي. د دې ترڅنګ په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا ۴۹۸ هلکانو استخدام او د هغوی څخه د د ناوړه ګټې اخیستې پیښې هم تاییدې کړي."

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې ۴۹۴ ماشومان د جګرې لپاره ګمارلي دي.

د راپور په دوام کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور ۶۹ هلکان نیولي، چې ۲۹ یې خوشي شوي او ۲ یې په زندان کې مړه شوې دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ملي مقاومت په نوم جبهې هم ۱۵ ماشومان د جګړې لپاره استخدام کړي دي.

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د ملي مقاومت د جبهې د مطبوعاتو مسوول هوشنګ ساعي د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ملګرو ملتونو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو دوی مخکې له دې دا ډول ادعاوې ټولې رد کړې وې.

په ورته وخت کې یو شمېر قربانیانو کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د جګړې لپاره د استخدام دردونکې کیسې لري.

د لوګر ولایت اوسېدونکې یوه مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي په جنګ کې د تنکیو ځوانانو د استخدامولو په اړه وايي، درې کاله وړاندې د دې د خپلوانو د پنځو زامنو څخه یې څلور په جنګ کې ووژل شول او یو تن یې هم مغزي صدمه ولیده.

هغې ازادي راډي ته وویل: "د زامنو عمر یې ډېر خام و، څلور زامن یې شهیدان شول، یو زوی یې د همدې پېښو له امله مغزي صدمه ولیده، په سر یې ټانک چپه شو او مغز یې صدمه ولیده، د مور عصاب یې خراب شوي دي."

هغې مشخصه نه کړه چې دا هلکان د کومې ډلې له خوا استخدام شوي وو.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ماشومانو کارپوهان هم د ملګرو ملتونو دا راپور تاییدوي او وايي چې ښکېلې ډلې تر ډېره د دغو تنکیو ځوانانو له احساساتو او اقتصادي وضعیت څخه ناوړه استفاده کوي او جګړې ته یې استخداموي.

د ماشومانو کار پوه ډاکتر محب زغم ازادي راډیو ته وویل: "یو خو بې روزګاري او فقر دوی دې ته اړ کوي، چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جګړې ته ولاړ شي. دویم دا چې د دوی له احساساتو کار اخیستل کېږي، غواړي دوی د جګړې په ډګر کې وي او له بلې خوا په دیني مدرسو کې تبلیغات کېږي چې جګړې ته یې چمتو کړي."

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا له ماشومانو سره د تاوتریخوالي او جګړې ته یې د استخدام خبره کېږي؛ د جمهوري نظام پر مهال هم ښکېلې ډلې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي لپاره د ماشومانو په استخدام تورنې شوې وې.

په جګړو کې ښکېلو ډلو بیا تل دا تورونه رد کړي او بې بنسټه یې بللي دي.