سرچینه: "د طالبانو حکومت د سږ کال بوديجې جزییات نه په ډاګه کوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، د "اوس لپاره" د ۱۴۰۲ مالي‌ کال بودیجې په اړه مالومات له رسنیو او خلکو سره نه شریکوي.‌

د طالبانو د حکومت کابینې د روان لمریز کال بودیجه د تېر کال په کب میاشت کې تائید کړې وه او د "تصویب" لپاره یې مولوي هبت الله اخوندزاده ته استولې وه.‌

په افغانستان کې مالي کال اوس په وري میاشت کې پلېږي خو ښاغلي اخوندزاده نژدې دوه میاشتې بودیجه ځنډولې وه.‌

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و، "ځینې نوي حکومتي‌ تشکیلات جوړېدل، نو باید بودیجه ورته ځانګړې شوې وای، نو ځکه یو څه وځنډېده."

خو ښاغلي مجاهد نه ده په ډاګه کړې چې کوم حکومتي‌ تشکیلات نوي جوړ شوي دي.‌

اوس نژدې یوه میاشت کېږي چې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه د کابینې له خوا ور استول شوې بودیجه "تصویب" کړې، خو په اړه یې هېڅ ډول مالومات خلکو سره نه دي شریک شوي.‌

د طالبانو په مالیې وزارت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حفیظ الله معروف ته ویلي، "د سږ کال بودیجې په اړه پرېکړه دا شوې چې د اوس لپاره یې په اړه مالومات خلکو او رسنیو ته نه په ډاګه کوو."

سرچینې نه غوښتل د دې پرېکړې لامل په ډاګه کړي.‌ پخوا داسې رپوټونه وو چې ښايي د طالبانو مشر په بودیجه کې په خپله خوښه ادلون بدلون را وستی وي. خو په دې اړه کره مالومات نشته.

دا هم نه ده روښانه چې په روان مالي کال کې د ټولې بودیجې کچه څومره ده او څومره یې عادي ‌او پراختیايي‌ بودیجې ته ځانګړې شوې ده.‌

له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، بهرنۍ مرستې پر دغه هېواد کمې شوې او پراختیايي کارونه هم د پخوا پرتله ډېر کم شوي دي.

په تېر مالي کال کې د طالبانو حکومت د بودیجې په اړه ځینې مالومات له رسنیو سره شریک کړي وو.‌

د جمهوریت د مهال بودیجه

د طالبانو د حکومت له خوا د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ۲۳۱ میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شې وه، چې ۲۰۳ میلیارده عادي‌ او ۲۷ اعشاریه ۹ میلیارده پراختیايي بودیجه وه.

په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت بودیجه د مخکېني جمهوري دولت د وروستي کال د ملي بودیجې نږدې نیمايي‌ برخه په اندازه وه.

د افغانستان تېر حکومت تر پرځېدو وړاندې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره څه باندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ملي بودیجه جوړه کړې وه د هغه مهال د ولسي جرګې له لخوا له ځینو تعدیلاتو وروسته تصویب شوې وه.

د تېر حکومت بودیجه کې ۳۱۱ میلیارده او ۵۰۶ میلیونه افغانۍ عادي او ۱۶۱ میلیارده او ۵۳۵ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودیجه وه.

د افغانستان د تېر حکومت د بودجې لویه برخه له بهرنیو مرستو چمتو کېده. خو طالبان اوس وايي چې بودیجه یې ټوله له کورنیو عوایدو برابره کړې ده.