ملګرو ملتونو افغانانو د ملاتړ لپاره یو نوی ستراتیژیک چوکاټ ترتیب کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ افغانانو ته د روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنې، اقتصادي، ټولنیز پیوستون، ټولشمولوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونو، او د قانون حاکمیت په برخو کې د ملاتړ د برابرولو لپاره یو ستراتیژیک چوکات ترتیب کړی دی.

یوناما د دوشنبې په ورځ جولای درییم(چنګاښ ۱۲) په یو اعلامیه کې ویلي، چې دا ستراتیژیک چوکات د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونولو مړیتوبونه په ګوته کوي.

یوناما ویلي، چې د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د حل لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره بیانوي او د خورا زیانمنونکو کسانو لکه ښځې او نجونې، ماشومان او ځوانان، داخلي بې ځایه شوي، راستنیدونکي، کډوال، قومي او مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا ویلي: "زموږ ستراتیژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ کړي."

یوناما وايي، چې د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د غړو هیوادونو، همکارانو او شریکباڼو سره په نږدې مشورې کې ترتیب شوی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان ډلې او شریکانو یې درې بشپړونکې او دوه اړخیز پیاوړي کونکي ګډ لومړیتوبونه په ګوته کړي دي چې دا د افغانانو له اساسي بشري اړتیاو ملاتړکوي.

په کلیدي سکتورونو لکه روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنه، اوبه، حفظ الصحه، خوندي او پاک تشنابونه، ټولنیز محافظت اوخوندیتوب هغه دوامداره اړین خدمات دي، چې ټولو ته د لاس رسي وړ، ارزانه، او له هر ډول تبعیض پرته په وړیا ډول وړاندې شي.

اقتصادي فرصتونه او د یوداسې چاپیریال له لارې انعطاف مننونکی معیشت رامینځته کول چې اقتصادي وده اومناسب کاري فرصتونه چمتو او اسانه کوي ، په ځانګړي توګه محرومو ډلو لکه میرمنو ته.

همداشان ټولنیز پیوستون، ټولشمولوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونه، او د قانون حاکمیت – په افغانستان کې د دایمي پرمختګ او سولې لپاره د شرطونو په توګه د بشري حقونو دنړیوالو سندونو مطابق د افغانستان د نورمونو او حقوقي چوکاټونو د سمون لپاره د مدني ټولنې ښکیلتیا ملاتړ او پیاوړې کول په دغه چوکاټ کې شامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کونکي ډینیل انډریس وویل: "ملګري ملتونه او همکاران یې په دې پوهیږي چې یوازې بشردوستانه مرستې به د منځمهالې او اوږدې مودې لپاره د افغانانو د لویې کچې او ډیریدونکي بشري کړاوونو د حل لپاره بسنه ونکړي."

د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د مخ پر ډیریدونکي محدو دونکي چاپیریال ته د ځواب ورکولو په برخه کې د اصولي مرستو پر رسولو ځانګړی تمرکز لري چې ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي.

یوناما ویلي، له ملګرو ملتونو سره د افغان میرمنو پر کار کولو بندیز د واکمنو چارواکو لخوا پر هغو افغان میرمنو او نجونو باندې وار دمخه وضع شوي محدودیتونه لا ډیروي، چې له غیر دولتي موسسو او ډیپلوماټیکو ادارو سره کارکوي، په منځنیو ښوونځیو اود لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو له زده کړو مخنیوی شوی اوعامه پارکونو، ورزشي کلپونو او حمامو نو ته د نجونو او ښځو پر تلو بندیز لګول شوی.

یوناما وايي دا او نور احکام د ښځو او نجونو فزیکي خوځښت او په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي..

ښاغلي انډریس وویل چې " آیا ملګري ملتونه به وکولی شي دا چوکاټ په بشپړ ډول پلي کړي؟ دا چاره د واکمنو چارواکو په کړنو او د بسپنه ورکوونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

ملګروملتونو د افغانانو د ملاتړ لپاره دا نوی ستراتیژیک چوکاټ په داسې حال کې اعلان کړی، چې دا اداره افغانستان کې د خپلو روانو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود سره مخ ده.

په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د مرستو د کمیدو وروسته ملګروملتونو د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنه څه باندې یو میلیارد ډالر کمه کړه.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځواب ویلو پلان (HRP) پیل کړ او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او ادارو څخه یې د ۴.۶ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړله چې له مخې به یې د ۲۳ میلیون افغانانو سره چې ډیر د خطر سره مخ دي، مرسته وشي.

خو دا غوښتنه دوه میاشتې د دې لپاره وځنډول شوه چې طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو کار بندیز ولګوه.

افغانانو سره د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د کمیدو یو علت د مرستو رسونې په چارو کې د ښځو په کار د طالبانو د حکومت له خوا بندیز ښودل شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي وتړل او په پوهنتونونو کې یې د نجونو د زده کړو مخه ونیوله.

همداشان طالبانو حکومت د تیر۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز ولګوه.

طالبانو حکومت ددې پریکړې وروسته د روان کال د اپریل په لومړۍ اونۍ کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولکوه.

طالبانو یوازې په ځینو صحي او تعلیمي برخو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده