د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو ملي کمپاين؛ فعالان: پر زده کړو بندیزونه نور د زغملو نه دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یو شمېر افغان مدني فعالانو، سیاستوالو او د زده کړو فعالانو د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین په پیلېدو سره د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې نور دې په یوې یا بلې پلمې د نجونو د زده کړې د بهیر مخه نه نیسي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د ټولو نجونو او ښځو پرمخ پرانېزي.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین د پیلېدو په اعلامیه کې چې پرون د ورځې ناوخته خپره شوې ویل شوي چې نور د نجونو پر زده کړو بندیزونه د زغملو نه دي او پر افغانستان واکمن طالبان دې د ولس غوښتنو ته غاړه کېږدي او ټولې نجونې دې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

په اعلامیه کې ویل شوې، نږدې دوه کاله کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ سره د نجونو ښوونځي تړل شوي او د ولس، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره نه یوازې د ښوونځیو تړلې دروازې خلاصې نه شوې، بلکې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ بندې شوې دي.

د اعلامیې له مخې یو شمېر طالب چارواکي دا بندیزونه موقت ګڼي او د نوې طرحې، نوي نصاب او مناسبو شرایطو خبره کوي، خو لا هم په دې برخه کې د رڼا هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

د نجونو د زده کړې د دې ملي کمپاین د رسنیزې کمېټې غړي عنایت ناصر ازادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین هدف دا دی چې ژرترژره دې نجونو ته بېرته د زده‌ کړو زمینه برابره شي.

ناصر وویل: "د کمپاین غړي د نجونو د تعلیم په اړه اندېښنې لري، هغه که تعلیم ته لاسرسی دی او یا هم کیفیت. لومړۍ غوښتنه همدا ده چې حاکم رژیم باید بې له مصلحت، بې له وخت ضایع کولو د نجونو دې اساسي حق ته احترام وکړي او په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانېزي."

په خپره شوې اعلامیه کې پر ولس هم غږ شوی چې د خپلو زامنو په شان د خپلو لوڼو د زده کړې حق وغواړي او له حاکم نظام او هم نړیوالې ټولنې څخه خپلو مشروع، سوله ییزو او مدني غوښتنو ته دوام ورکړي.

د ازادي راډیو اکثرو اورېدونکو چې تل په خپلو پیغامونو کې د خپلو سیمو ستونزې رابرسېره کوي، په کراتو کراتو غوښتنه کړې چې طالبان دې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانېزي.

په دې هدف د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سوله ییز لاریونونه د طالبانو د چارواکو له خوا ځپل شوي او یو شمېر غړي یې د موقت وخت لپاره نیول شوي او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا په څېر یو شمېر نور د زده کړې د حقونو مدني فعالان لا تراوسه د طالبانو په بند کې دي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا، چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی. ویسا د پوهنې د برخې افغان فعال و چې څو میاشتې کېږي د طالبانو بند کې دی.

د نجونو د زده کړې د ملي کمپاین د پیلېدو په مناسبت اعلامیه کې همدا شان د اسلامي هېوادونو له سازمان او د اسلامي نړۍ له جیدو دیني عالمانو هم غوښتنه شوې چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د افغانستان اوسني واکمنان په دې قانع کړي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومول نه یوازې د اسلامي امت په خیر نه دي، بلکې د نړۍ په کچه د اسلام په اړه یو ناسم تصویر او پوهاوی رامنځته کوي.

د دې کمپاین تنظیمونکو همدارنګه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د نجونو له تعلیم څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او داسې لارې چارې غوره کړي چې د افغانستان ملي ګټې او ولس په کې زیانمن نه شي، خو چارواکي دې ته اړ کړي چې د نجونو پرمخ د زده کړو تړلې دروازې بېرته پرانېزي.

د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو یو اصلي لامل همدا د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د زده کړې او کار پر حقونو پراخ لګول شوي محدودیتونه ګڼل کېږي.