کرېکټ: افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې شل اوريزو سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د دوو شل اوريزو نړيوالو سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

لوبډله به د راشد خان په مشرۍ د راونې جولای میاشتې له ۱۴ تر ۱۶ نېټې پورې د بنګله دېش په سيلهيټ لوبغالي کې سيالي کوي.

په دغه ۱۶ کسيزه لوبډله کې شهزاد محمدي‌ ته له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا چانس ورکړل شوی. نوموړي‌ په ورستي‌ ځل په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره په شل اوریز نړيوال جام کې سيالي کړې وه.

حضرت الله ځاځی هم چې د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو سياليو برخه نه و يو ځل بيا لوبډله کې شامل کړل شوی دی.

د دوی تر څنګ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، صديق اتل، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نوين الحق، وفادار مومند، فريد ملک، نور احمد لکڼوال او مجيب ځدارڼ شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، "په دې ۱۶ کسيزه سکواډ کې مو کوښښ کړی چې هرې برخې ته پام وکړو، لکه د پيل لوبغاړي، د منځ لوبغاړي، ورو او تېز توپ اچوونکو ته. "

نوموړي زياته کړه، "دې لوبډله کې مو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړی او موخه مو دا ده چې په نړيواله کچه له فشار سره بلد شي."

 

له بنګله دېش سره له شل اوريزو سياليو وړاندې افغانستان د جولای له پنځمې تر يوولسمې نېټې پورې له بنګله دېش سره درې يو ورځنۍ لوبې لري چې ټاکل شوې د ياد هېواد په چتوګرام لوبغالي کې ترسره شي.

اوسمهال افغان لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د دريو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره سفر کړی،

افغانستان او بنګله دېش دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي اسيا کپ او يو ورځني نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه مهمې دي.