فرانسه کې پوليسو شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهرچيان نيولي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په فرانسه کې بېګا (د جون پر ۳۰مه) له پولیسو سره د نښتو په ترڅ کې نږدې ۱۰۰۰ تنه ځوان مظاهره چیان نیول شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جولای د لومړۍ نېټې تر سهاره یې د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ۹۹۴ کسان نیولي دي.

دا پرلپسې څلورمه شپه ده چې په پراخه توګه د پولیسو پر ګمارل کېدو سربېره د فرانسې په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه روان دي. په دې ترڅ کې موټرو او کورونو ته اور اچول شوی او دوکانونه لوټ شوي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، چې دا وضعیت په هېڅ ډول د منلو نه دی. نوموړي د جمعې په ورځ (د جون پر ۳۰مه) د یوې بېړنۍ غونډې پرمهال وویل، چې دا شخړې نه‌شي توجیه کېدای. ده له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل زلمي بچیان په کورونو کې ایسار کړي چې شخړې پسې زیاتې نه شي.

نوموړي ويلي: "داسې وضعیت رامنځته شوی چې په هېڅ ډول د منلو نه دی او توجیه کېدای نه شي، ځکه چې هېڅ شي خشونت نه شي توجیه کولی. په ځانګړي ډول چې کله پر عامه ودانیو، د پولیسو پر ماموریتونو او ښوونځیو بریدونه کېږي، یا هم د لوټ تالان هڅه کېږي، نو هېڅ شی دا کار نه شي توجیه کولی."

مکرون د تېرو درېیو ورځو په ترڅ کې د دویم ځل لپاره د کابینې له غړیو او جګپوړیو امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه جوړه کړه. ده وویل، چې خواله رسنۍ د دې اعتراضونو په پراختیا کې ډېر لاس لري او شخړو ته لمن وهي.

دا احتجاجونه د پولیسو له خوا د جون پر ۲۷مه د یو ۱۷ کلن هلک نایل تر وژل کېدو وروسته پیل شوي وو. د هغه هلک مړی نن خاورو ته سپارل کېږي.

ویل کېږي، چې دی په موټر کې په ډېر سرعت روان و او سرې اشارې ته نه و درېدلی.

نایل له اصله عرب دی او اعتراض کوونکي وایي، د فرانسې له ګڼو خلکو سره توکمیز چلند کېږي.

ټولو ښاري ټرانسپورټونو، بسونو، ټرم وای او میټرو ته لارښونه شوې ده چې د جمعې په شپه دې له نهو بجو وروسته ودرېږي.

په ۲۰۱۷م کال کې د فرانسې په قانون کې بدلون راغی، چې ورسره پولیسو دا جازه ترلاسه کړه چې د اړتیا په وخت له وسلې کار اخیستلی شي.

د راپورونو له مخې یوازې پروسږ کال ترافیک ته د موټر د نه درېدو له امله ۱۳ تنه د پولیسو له لوري وژل شوې دي.