بايډن: د القاعده پر وړاندې مبارزه کې به له طالبانو مرسته وغواړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشر بایډن له افغانستانه د وتلو په پرېکړه کې د تېروتنې د موجودیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د راپور په ردولو سره وویل، چې دی به له طالبانو څخه د القاعدې په وړاندې په مبارزه کې مرسته وغواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ د ادارې پر کړنو د دغه وزارت تر نیوکو وروسته ولسمشر بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د وتلو په پرېکړه کې تېروتنه رد کړه.

بایډن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه خپلې تېروتنې او ناکامۍ مني که نه؟ وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي و؟ ما ویلي و چې القاعده به هلته نه‌ وي. ما وویل، چې د طالبانو څخه به مرسته وغواړو. اوس چې څه روان دي، په خپلو رسنو کې وګورئ، ما سم ویل."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې د ولسمشر بایډن د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، چې دا څرګندونې د دې حقیقت ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نه شته.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د پلي کولو د څارنې او ارزونې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره ژورې اړیکې لري او پر دې سربېره یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعالت لري.

په راپور کې ویل شوي وو، داسې شواهد شته چې القاعده خپل عملیاتي ظرفیت بیا پیاوړی کوي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ترهګریز ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر بایډن او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې، سختې نیوکې وکړې.

دغه راپور، چې د جمعې په ورځ خپور شو، ښيي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د سپینې ماڼۍ پرېکړې د دغه هېواد د حکومت د بقا لپاره ناوړې پایلې درلودې.

په راپور کې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د هغوی کړنې څېړل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، امریکا په داسې حال کې دا کار کړی، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټیک ماموریت د پای ته رسولو لپاره یې له وړاندې اړین چمتووالی نه درلود.

دا راپور، چې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۵۰ اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی په کې راغلي: "د دواړو ادارو پر مهال په لوړه کچه د تر ټولو بدو سناریوګانو او په ډېرې چټکۍ د هغو د پېښېدو په اړه چمتووالی نه ‌و."

د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۴مه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به امریکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

خو ټول امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۱مې له افغانستانه ووتل.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه تر دې وړاندې هم څو ځلې نیوکې شوي، خو سپینې ماڼۍ تل له افغانستانه د وتلو د پرېکړې په تړاو د خپل دریځ دفاع کړې ده.