مجاهد سیاسی منتقدینو ته: که طالبان د امریکا غلامان وای، نو په رسمیت به پیژندل شوي و 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د تیر رژیم د ځینو سیاسي مشرانو له خوا د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، چې که چیرې طالبان د امریکا غلامان وای، نو ددغه هیواد تر بندیزونو لاندې به نه راتلل.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جمعې د ورځې ناوخته د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟، ما ویلي وو، چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې دوي به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟، څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم".

د امریکا د جمهور رئیس دغو څرګندونو ته د پخواني رژیم یو شمیر سیاسي مشرانو او چارواکو غبرګونونه څرګند کړي دي.

د پخواني رژیم د جمهوري ریاست مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل او یو شمیر نورو پخوانیو چارواکو د امریکا د جمهور رئیس څرګندونې د طالبانو او امریکا ترمنځ د همکارۍ د ثبوت د بیلګې په توګه یادې کړي دي.

امرالله صالح په دې اړه د خپل ټویټر په پاڼه اوږدې څرګندونې کړي او ویلي دي، چې د جمهور رئیس جو بایډن څرګندونې هغه موارد تائیدوي، چې کلونه کیږي د منطقي ثبوت په وړاندې کولو او کله یې هم د افغانستان په اسنادو کې بیان کړي او هغه دا چې "طالبانو سره د امریکا د موافقې هدف په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په هدف نه، بلکې د جیوپولیټکي پروګرامونو لپاره د یو قراردادي ځواک په توګه د طالبانو ګمارنه وه یعنی د افغانستان په دننه او د سیمې په هیوادونو کې ضد ملي دسیسې دي".

امرالله صالح په خپلو دغو څرګندونو کې ادعا کړې، چې د " دوحې د دسیسې" په پلانولو کې پاکستان "اساسي او ستراتیژیکي ګټه" چې کلونه یې په انتظار کې و ترلاسه کړې ده: "دا چې هم یې پر افغانستان مزدوران مسلط کړل او هم د امریکا د بې پیلوټه ډرون الوتکو په واسطه د خپلو مزدورانو د څارنې لپاره زیاته اندازه حق العبور ترلاسه کوي".

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د جمهور رئیس جوبایډن څرګندونې د طالبانو د حکومت اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي.

ذبیح الله مجاهد په یو ډول د تیر حکومت چارواکي د امریکا غلامان ښودلي او ویلي دي، چې د ډالرو په بدل کې یې د خپل "مسلمان ورور" جاسوسي کوله.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د طالبانو حکومت په خپلواک ډول خپلې پریکړې پخپله کوي: " که اسلامي امارت د امریکا غلام وای تر تعذیراتو به نه و لاندې، په رسمیت به منل شوي و، دپرمختګ په وړاندې به یې خنډونه نه ایجادیدل".

د طالبانو د حکومت ویاند خپلو سیاسي مخالفانو او منتقیدینو ته ویلي، چې باید د خپلو تیرو کړنو څخه خجالت وباسي او له خپلو هیوادوالو دې "بخښنه" وغواړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د ډلې د مهارولو په برخه کې د طالبانو د همکارۍ په اړه د جمهور رئیس جو بایډن د څرګندونو په باب د شنبې په ورځ ویلي: "په دې اړه زموږ کړنې د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي".

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي همداشان ویلي، چې د طالبانو د حکومت پاليسي دا ده، چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.