شهباز شریف: له ای اېم اېف سره تړون کېدل د فخر نه بلکې د فکر لمحه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، هیله لري چې له نړيوال مالياتي صندوق ای اېم اېف سره يې موجوده تړون اخري تړون وي او بيا ترې پور وانخلي.

شهباز شريف پرون (د جون په ۳۰مه) په لاهور کې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې له ای اېم اېف سره تړون کېدل د فخر نه بلکې د فکر لمحه ده: " موږ له مجبورۍ پور اخلو . دا مو دعا او هیله ده چې دا دې وروستی پور وي چې موږ یې له ای اېم اېف نه اخلو."

شهباز شریف هیله ښکاره کړه چې هېواد یې په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو ودرېږي او بیا مجبور نه شي چې د پورونو د اخیستو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ته درخواست وکړي.

دا له هغې روسته ده چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د جون پر ۲۹مه په بیان کې وویل چې پاکستان ته نور درې اربه ډالر ورکوي او په دې اړه یې له اسلام اباد سره تړون کړی دی. یاد سازمان ویلي وو چې دا نهه میاشتنی تړون د مامورینو په کچه شوی او د ای اېم اېف د مشرتابه منظورۍ ته اړتیا لري. بیان لیکي ول چې ښايي د جولای تر نیمایي هغوی دې ته کتنه وکړي.

د تړون له لاس لیکېدو وروسته د ای اېم اېف د پلاوي مشر ناتن پورټر په خپله بیانیه کې وویل چې د پاکستان اقتصادي ستونزې د یو کوټلي پلان عملي کولو سره هوارېدی شي.

 

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په همغه کال کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. اسلام اباد له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

خو د پاکستان د اقتصادي چارو پوهان دې تړون ته د یو لنډ مهاله حل په سترګه ګوري. دوی په اوږد مهاله اقتصادي اصلاحاتو او په ملک کې سیاسي ارامي راوستلو ټینګار کوي.

د اقتصادي او سیاسي چارو ماهر پروفېسر اعجاز خان په دې اړه مشال ریډیو ته وویل: "پاکستان ته یوه موقع په لاس ورغله خو په دې سیاسي حالاتو کې چې په ملک کې سیاسي بې قراري ده، سیاسي فیصلې او اصلاحات کول ګران ښکاري، خو بیا ضروري هم دي، دا په لیډرشپ باندې یو ډېر لوی بوج دی، د هغوی امتحان دی چې دا فیصلې کولی شي او اصلاحات راوستی شي که نه؟ ځکه چې دا صرف اقتصادي مسله نه ده، صرف د اقتصاد مسله نه ده."
بل خوا د حکومت مخالف ګوندونه د ای اېم اېف نه پور اخیستل په راتلونکي وخت کې د ملک لپاره ډېر تاواني بولي او وایي چې قرض ته خوشالېدل د ملک د اقتصاد د کمزورتیا نخښه ده.

د تحریک انصاف ګوند یو غړي او سیاستوال ارشد خان له مشال ریډیو سره د خبرو اترو په وخت وویل: "د ای ایم ایف داسې کیسه ده چې د پاکستان څومره تېر حکومتونه راغلي دي هر یو په دې باندې یو کریډېټ اخلي چې ما له ای اېم اېف نه دومره قرضه واخیسته، حالانکې دا خو کریډېټ نه دی بلکې د ملک ته تاوان دی چې څومره زیاته قرضه اخلې دومره زیاته قرضه باندې سود هم راځي او د ای اېم اېف خو داسې طریقه ده چې سود پسې هم سود راځي."
خو حکومت دغه تړون د ملک د اقتصاد د پاره ډېر ګټور بولي او وایي چې دا پروګرام د پاکستان اقتصاد بیا په خپلو پښو ودرولو لپاره ډېر ضروري دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار وایي: "د خدای شکر دی چې دا تړون لاسلیک شو، دا د نهو میاشتو لپاره د درې اربه ډالرو پروګرام دی، په دې کې هغه دوه نیم اربه ډالر هم شامل دي چې پخوا پاتې شوي وو، په دې کې مونږ ته هېڅ تاوان نشته.

د یادونې وړ ده چې له تېر کال راهیسې له ای اېم اېف سره د خبرو ځنډیدو له وجې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. اټکل کېږي چې د ای اېم اېف سره تړون کولو نه پس به ملګري هیوادونه هم د پاکسان سره مالي مرستې پیل کړي.