د مولوي یعقوب او محمد بن سلمان روغبړ؛ د طالبانو او سعودي عرب اړیکو بدلون کړی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سعودي عرب او د طالبانو د اړیکو دا نوی بحث، د سعودي د دولتي خبري اژانس پر پاڼه د طالبانو حکومت د دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د روغبړ له انځوره راټوکېدلی.

پر خواله رسنیو د طالبانو پلویان دا د هغو سړو اړیکو بیا تودېده ګڼي چې له تېرې څه مودې راهیسې د طالبانو د حکومت او سعودي عرب ترمنځ له رامنځ ته شوي واټنه انګېرل کېږي.

د طالبانو حکومت کې د باختر دولتي خبري اژانس د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد او سعودي عرب د وزیر ګډ انځور خپور کړی او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو یې د ژمنو ویلي دي.

خو کتونکي وايي،‌ دا کومه ځانګړې ناسته نه ده او نه هم د طالبانو او د سعودي په اړیکو کې د پرمختګ کوم څرک ښيي.

په متحده عربي‌ اماراتو کې مېشت افغان شنونکی الله نور سیلاب وايي، دا دودیزې کلنۍ ناستې دي او د طالبانو او سعودي د اړیکو کوم نوی پرمختګ نه دی. "دا چې یو شمېر لوړ رتبه دولتي کسانو ته دوی د حج یا عمرې ویزې ورکوي، معنا یې دا ده چې دوی له کعبې هېڅوک نشي منع کولی. بله دا چې که له نورو هېوادونو خلک په دیپلوماتو پاسپورتونو راغلي وي، هغه هم کومه نوې خبره نه ده."

د مکې مکرمې په مینا ماڼۍ کې د لوړ پوړو مېلمنو د هرکلي مېلمستیا هر کال د حج په ورځو کې وربلل کېږي چې تر ډېره یې سعودي پاچا کوربتوب کوي. د سږنۍ میلمستیا کوربتوب ولیعهد محمد بن سلمان کاوه چې خپله لنډه وینا کې یې له اسلامي نړۍ سره د دیني روزنو، د حج او عمرې د اسانیو او د اسلامي هېوادونو پر همغږي نظر ټینګار کاوه.

د طالبانو او سعودي‌ عرب اړيکې

پوښتنه داده چې د طالبانو د حکومت د پرې شویو اړیکو اوس مهالی حالت څه او په کوم برید کې دی؟

سعودي عرب کې مېشت د طالبانو د حکومت یو پخوانی چارواکی مولوي محمد رحمان افغاني وايي، له ولسي افغانانو سره د سعودي اړیکي‌ د پخوا په څېر ښه دي، خو په حکومتي کچه دغه هېواد د نورې نړۍ په څېر چلند کوي او له طالب واکمنۍ سره رسمې اړیکي نه ساتي.

نوموړی وايي، "سعودیان له عامو افغانانو سره تر نورو خلکو ښه اړیکي ساتي خو دا چې اسلامي امارت ‏(د طالبانو حکومت) تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی، نو دوی هم د نړیوالو سیاسي دریځ پسې روان دي."

خو څارونکي وايي، داسې ټکي شته چې د سعودي او طالبانو ترمنځ یې واټن پیدا کړی دی.

ایا د مذهبي نظریو چې ځينې خلک انګېري د سلفي عقيدې له پیروانو سره د طالبانو د چلند له امله دی که بل څه؟

د اسلامي چارو کارپوه مولوي عبدالولي وايي"داسې نه ده چې طالبان حنفیان او سعودیان حمبلیان یا سلفیان دي ځکه اړیکې خرابې دي، پخوا هم طالبان حنفیان وو خو سعودي ورسره نږدې اړیکي‌ درلودل. دا ځل واکمنۍ کې د نجونو د زدکړو او کار خبره ده، د بشري حقونو اړوند مسلې دي. دلیل یې دا دی چې سعودي اوس په یوه نوي دریځ کې دی چې غواړي د نورې نړۍ په څېر پرمختګونه وپالي، سعودي یو خوا روان او طالبان پر بله روان دي."

خو د ځېنو نور اند دا دی چې خبره تر دې هم ژوره ده. الله نور سیلاب د طالبانو د حکومت ټولیزې بڼې ته اشاره کوي. "سعودي چې ځان د اسلامي نړۍ د مشرتابه کور او قبله ګڼي، نه غواړي چې یو بل دولت دې اسلامي نړۍ کې د دوی له پيروۍ پرته د بشپړ اسلامي نظام دعوه وکړي. همدا دلیل دی چې د طالبانو حکومت سعودیانو ته د منلو نه دی هغوی اسلام په جلا ډول تعریفوي او سعودي یې مقابل کې پر رسنیو لګښتونه کوي چې طالبان وننګوي."

وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د سلفي عقيدې او د سعودي پر مرستو پایېدلي دیني عالمان د افغانستان بېلابېلو برخو کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ځپلي. خو طالبان وايي، هېڅ ډول مذهبي تربګني نشته او ټولې مذهبې خواوې خوندي دي.

د سعودي او طالبانو د اړیکو درز هله یو څه ډېر برسېره شو چې د روان کال په فبرورۍ کې له کابله سعودي دیپلوماتان او د سفارت کارکونکي پاکستان ته ولېږدېدل.

هغه مهال امنیتي ننګونې د سفارت د تړل کېدو لاملونه یاد شوي‌ وو. طالبانو ویلي وو، د سعودي سفارت کارکوونکي د روزنې لپاره په لنډمهالي ډول تللي.

خو دا دی څو میاشتې وشوې چې کابل کې د سعودي د سفارت ور تړلی دی

کتونکي د طالبانو او سعودي د جنجال یو پیل له ۲۰۱۲ کاله ګڼي، چې هغه وخت د طالبانو یوه لوړ پوړي مرکچي پخواني ديپلومات سید طیب اغا ته ۷۲ ساعتونه وخت ورکړل شو چې د سعودي له خاورې ووځي.

سید طیب اغا له هغه وروسته قطر ته مخه کړه او په ۲۰۱۳ کال کې یې هلته د طالبانو سیاسي دفتر پرانیست چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له توند غبرګون له امله یې چارې تر څو کلنو ځنډېدلې وې.

د امریکا او طالبانو د سولې خبرې هم هم هلته په قطر کې وشوې. ډېرو ته داسې برېښي چې له نورو ټکو سره په خوا کې د ریاض او دوحې ترمنځ د سیالۍ په ټس کې هم شونې ده، د طالبانو او سعودي ترمنځ اړیکې لاپسې ناسازه خواته تللې وې.

سعودي په ۹۰یمو کلونو کې یو له هغو درېیو هیوادونو وو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و.

ښايي اوسنۍ ترینګلتیا ته همدا لنډ دودیز ځواب بشپړ وي" چې سیاست تلپاتې ملګرتیا او اوږده دوښمني نه لري."