فرانسه کې د بلوا په وجه مکرون جرمني ته خپل رسمي سفر لغوه کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د جرمني د جمهوري ریاست دفتر د شنبې په ورځ جولایی لومړۍ نیټه (چنګاښ لسمه) اعلان وکړ چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په هغه هیواد کې د رامنځته شوې بلوا په وجه، جرمني ته خپل دولتي سفر چې ټاکل شوی وه سبا د یکشنبې په ورځ تر سره شي، لغوه کړی دی.

د فرانسې د پولیسو له خوا د ناهیل ایم په نامه د یو ۱۷ کلن ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې څلورمې ورځې ته غزیدلي او بیلابیلو ښارونو ته پراخې شوې دي.

د جرمني د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ وویل:"د فرانسې ولسمشر مکرون نن د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د خپل هیواد د وضعیت په اړه معلومات ورکړل...او جرمني ته د خپل پلان شوي دولتي سفر د ځنډولو غوښتنه یې وکړه."

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په جلا توګه وویل چې ښاغلي مکرون د فرانسې وضعیت ته په کتو سره هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې په فرانسه کې پاتې شي.

یوې فرانسوي سرچینې وویل چې د ښاغلي مکرون د دولتي سفر د نوې نیټې په اړه تر اوسه موافقه نه ده شوې.

د جرمني د جمهوري ریاست په یو بیان کې ویل شوي چې شټاینمایر د سفر "په لغوه کیدو خپګان څرګند کړ او په ګاونډي هیواد کې د وضعیت په اړه بشپړ درک لري." هغه هیله څرګنده کړه چې "په سړکونو تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسیږي او ټولنیزه سوله ټینګه شي".

د مکرون دا درې ورځنی سفر که ترسره شوی وای دا به د ۲۰۰۰ کال راهیسې برلین ته د فرانسې د پخواني ولسمشر د ژاک شیراک د سفر وروسته ددې هیواد د ولسمشر لومړی دولتي سفر وای.

د فرانسې د پولیسو له خوا د یو ۱۷ کلن ځوان له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې په داسې حال کې څلورمې ورځې ته غزیدلي چې د وژل شوي کس د کورنۍ غړي او ملګري یې د جنازې لپاره تیاری نیسي.

د ناهیل ایم په نامه د ۱۷ کلن تنکي ځوان مړینه چې د سه شنبې په ورځ د ټرافیکو د یو تفتیش په ترڅ رامنځته شوه د فرانسې په ټیټ عایدلرونکو څو توکمیزو سیمو کې د پولیسو د چلند په وړاندې اوږدمهاله غوسه راپارولې ده.

په فرانسه کې د شنبې په سهار مظاهره چیانو د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې ودانیو او موټرو ته اور واچاوه، دوکانونه یې لوټ کړل. دا پداسې حال کې دي چې د ناهیل ام د مړینې له امله په فرانسه کې مظاهرې پراخې شوې دي. دغه لاريونونه د فرانسې په مارسي، ليون، تولوس، ستراسبورګ او ليل ښارونو ته هم غزیدلي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د جمعې په شپه او د شنبې په سهار د مظاهرو په ترڅ کې تر ۱۳۰۰ ډیر مظاهره کوونکي نیول شوي دي. د فرانسې پولیسو د پنجشنبې په ماښام ۸۷۵ مظاهره کوونکي ونیول.

په الجزایري-مراکشي نژاد ناهیل ایم باندې ډزو داسې لاریونونه راپارولي دي چې په فرانسه کې ځینې خلک هغه په دې هیواد کې سیستماتیکه توکم پالنه ګڼي.

خو د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په هیواد کې د توکم پالنې شتون رد کړی او وايي چې په فرانسه کې به دا ډول کار ونه زغمل شي.

د فرانسې حکومت هڅه کوي د ۴۵ زرو پولیسو او زغره والو موټرو په ځای پر ځای کولو سره د مظاهره چیانو غوسه کمه کړي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ، د جون په ۳۰ (سرطان ۹ مه) وویل چې فرانسه باید د خپلو پولیسو په لیکو کې د نژاد پرستۍ ژورې مسلې حل کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې، روینا شمداساني د جمعې په ورځ په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې د ناهیل ایم، د وژنې په غبرګون کې وویل: "دا ددې هیواد لپاره هغه فرصت دی چې د قانون د پلي کوونکو په لیکو کې ژورې نژادي مسلې په جدي توګه حل کړي."