طالبان: د جمهور رئیس بايډن څرګندونې د حقیقت درک بولو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د شتون په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې ددغه هیواد په باب د حقیقت درک بللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ جولای اول (چنګاښ لسم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو او وايو چې دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري."

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جمعې د ورځې ناوخته د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟، ما ویلي وو، چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې دوي به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟، څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم".

د امریکا جمهور رئیس جوبايدن په افغانستان کې د القاعدې د ډلې په خلاف د امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د همکارۍ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقار بلخي ویلي: "په دې اړه زموږ کړنې د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي".

ښاغلي بلخي همداشان ویلي، چې د طالبانو د حکومت پاليسي دا ده، چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې د القاعدې د شتون په اړه د جمهور رئیس جوبایډن د جمعې د ورځې د څرګندونو په اړه ویلي، چې کیدای شي جمهور رئیس بایډن دا څرګندونې د امریکا د استخباراتو د ملي شورا د وروستۍ ارزونې پر اساس کړي وي.

ښاغلي خیلیزاد ویلی: "ددې ارزونې یو اصلاح شوی غیر محرم سند څو ورځې دمخه د ملي استخباراتو د ادارې له خوا خپور شوی. ما په دې اړوند قضاوت په دریو ټکو کې راغونډ کړی دی. ۱- القاعده په افغانستان کې لږه زیزبنا لري. ۲- ددې امکان نشته، چې القاعده دې له افغانستان څخه بهر د مستقیمو عملیاتو ظرفیت د ۲۰۲۴ پورې ترلاسه کړي. ۳- که چیرې القاعده په نړیواله کچه د بریدونو ترسره کولو پریکړه وکړي نو کولی شي، چې په دې اړه په منځني ختیځ او افریقا کې د خپل اړوندو ډلود برید د ترسره کولو په توان او ظرفیتونو باندې اتکا وکړي. بشپړ سند ددې سره غوټه دی.

جمهور رئیس جو بايدن افغانستان کې د القاعده د ډلې د شتون په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د جون نهم (غبرګولي په ۱۹) د افغانستان د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د القاعده ډله په افغانستان کې بیرته د سر د پورته کیدو په حال کې ده او د تحریک طالبان پاکستان ډلې پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

همداشان د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې په دغه راپور کې ویلي، چې داعش ډلې هم په افغانستان کې خپل بریدونه د پخوا پرتله لا زیات سخت کړي دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت د زیاتیدو یادونه شوې او ویل شوي، چې دا ډلې اوس د پخوا په پرتله د ډیرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمه کې تروریستي ګواښونه مخ په زیایدو دي.