د طالبانو مشر: پر بشپړو شرعي قوانینو کار روان دی، اوسنی امنیت 'جبري' نه دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کندهار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال د شریعت پر تطبیق ټینګار وکړ او خلکو ته یې د ښه ژوند برابرول، د عدالت تامینول او د اسلامي احکامو پلي کول خپل مسوولیت وباله.

نوموړي وویل افغانستان اوسمهال د اسلامي احکامو په تطبیق کې خپلواک دی او نړۍ کې هېڅ قوت نشته چې په دې برخه کې له افغانستان سره سیالي وکړي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هغه د دې وینا غږیزه بڼه خپره کړې.

مولوي هبت الله اخوندزاده وویل که نن "دغه احساس کړم چې زه شریعت نشم راوستلی، او دلته له شریعت څخه بلې خوا ته خبره روانه ده، قسم په خدای که یوه دقیقه ورسره پاته شم."

نوموړي زیاته کړه "تاسې به یو څه وخت وروسته وګورئ، زموږ ټول قوانین چې راوځي، د ایت او حدیث په رڼا کې به یې تخریج شوی دي."

د طالبانو مشر په وینا په شریعت باندې افغانستان کې اتفاق او د شریعت له عملي کېدو پرته بې اتفاقي راځي.

هغه همدا راز وویل چې اوسی سراسري امنیت او اعطاعت هم په زور او جبر نه دی ټینګ شوی، بلکې د ده په وینا خلک له زړه د دوی د حکومت عطاعت کوي.

افغانستان کې د طالبانو مشر مولوی هبت الله اخوندزاده د شریعت په تطبیق کې د خلکو مرسته اړینه وبلله او په دې برخه کې یې له ولس نه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ارګ کې د اختر لمونځ

بلخوا د تېرو اخترونو په څېر ارګ کې هم د لوی اختر لمونځ وشو چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سترې محکمې رییس مولوی عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوی عبدالکبیر، د لوړو زدکړو وزیر مولوی ندا محمد ندیم، د کابينې یو شمېر نورو وزیرانو، ملکي او نظامي چارواکو او یو شمېر ولسي وګړو ګډون درلود.

دې مراسمو کې څو تنو طالب چارواکو ویناوې وکړې چې تر ډېره پر اقتصاد، سیاسي لاسته راوړنو او بهر ته د افغانانو د تګ پر موضوع څرخېدې.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان پر ابادۍ وغږید اوویې ویل چې حکومت یې ژمن دی چې د امنیت د ټینګولو ترڅنګ د ابادۍ پروژې پلې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پر اقتصادي پروژو وغږید او ویې ویل چې اوس مهال ګڼو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او دوی هڅه کوي چې د نورو پروژو په پلي کولو سره لا نور کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه له افغانستانه د کار په لټون د افغانانو وتلو ته اشاره وکړه او ویې وویل اوس هم بهرنیان افغانان هڅوي چې په افغانستان کې کار نشته خو په وینا یې افغانستان کې وضعیت هغسې نه دی چې بهرنیان یې انځوروي.

 

ملا عبدالغني برادر

د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر مولوی ندا محمد ندیم بیا په افغانستان کې اوسنۍ نظام یوه بېلګه وبلله.

هغه وویل په هېڅ مسلمان هېواد کې دغسې ژوند چې افغانان یې لري څوک نه لري.

طالب چارواکي په افغانستان کې د ازاد او ښه ژوند، اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې افغانستان کې نژدې شل میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه کېږي کافي خواړه نه لري او شاوخوا ۳۴ میلیونه چې د ټول نفوس ۷۹ سلنه کېږي بېوزله دي.

سور صلیب په دې وروستیو کې وویل په تېرو دوه کلونو کې افغانستان کې د بېکارۍ کچه پام وړ زیاته شوې او د طالبانو له بیا واکمنيدو وروسته اقتصادي بندیزونو او له افغانستانه د پرمختیايي مرستندویه بنسټونو وتلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره کار موندل سخت کړي چې دایمي کار نه لري او ورځنۍ مزدوري کوي.

د بنسټ پر نړیوالې ټولنې غږ کړي چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت د له منځه وړلو لپاره دې ځنډول شوې پروژې بیا پيل کړي او د افغانستان لر او بر کې دې پر مهمو بنسټيزو پروژو کې پانګونه وکړي.