کرېملین پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه بېرته اخیستي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن ویلي پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه يې بېرته اخیستي. د ولسمشر پوتین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، یفګيني پرېګوژین به بلاروس ته لاړ شي او جنګیالي به يې نه محاکمه کېږي.

له دې وړاندې پرېګوژین خپله ویلي چې د هغه د جنګیالیو کاروانونه چې د مسکو په خوا روان وو بېرته خپلو اډو ته ستنېږي. هغه دا اعلان د بلاروس د مشر الکسندر لوکاشینکو په منځګړیتوب له خبرو اترو وروسته وکړ.

د واګنر ملېشې مشر یفګيني پرېګوژین له یوه نامالوم ځایه خپل غږ خپور کړی چې پکې وايي هغه ځواکونه يې چې د مسکو په لور روان وو، د وینې بهېدنې د مخنيوي په خاطر بېرته خپلو اډو ته ستنېږي.

"دوی غوښتل واګنر ګروپ له منځه لاړ شي. د جون په ۲۳مه موږ د عدالت په لټه پسې ووتو. په ۲۴ ساعتونو کې موږ د مسکو په لور دوه سوه کيلومتره پرمختګ وکړ. په لاره کې مو د جنګیالو یو څاڅکی وینه هم تویه نشوه. اوس داسې شېبه را رسېدلې چې وینه تویېدی شي. موږ پوهېږو چې د روس وینې تویېدو مسؤولیت په هر اړخ اچول کېدی شي. په همدې خاطر موږ بېرته ستنېږو او لکه څرنګه چې له مخکې پلان شوې وه خپلو اوړنیو پنډغالو ته ورګرځو."

پرېګوژین خپله هم لیدل شوی چې ظاهراً پکې له نیول شوي روسټوف-نا-دون ښار له پوځي قوماندانۍ وځي.

دا ښار واګنر جنګیالیو نن سهار نیولی و. له دغه ښاره د واګنر ملېشو د کاروانونو د وتلو تصویرونه هم خپاره شوي.

دا ځواکونه وروسته له هغې بېرته را وګرځېدل او پرېګوژین خپل دریځ بدل کړل چې د پوتین د یوه عمده متحد او د بلاروس له ولسمشر الکسندر لوکاشینکو سره يې خبرې وشوې.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پېسکوف ویلي چې د دې پر ځای چې د واګنر ګروپ د مشر او د هغه پلویان د وسله وال بغاوت په خاطر پسې واخلي د وینې توېدو مخنیوی مهم دی.

دی وايي، واګنر به خپلو اډو ته بېرته ستانه شي، ځینې یې چې غواړي په راتلونکي کې به له دفاع وزارت سره تړونونه لاسلیک کړي، پاتې نور به يې له څاره خوندي وي.

"موږ تل د دوی اتلولي په پام کې نیولې. موږ به دا درناوی همېشه وساتو. دا چې پرېګوژین سره به شخصا څه کېږي، د هغه خلاف به جرمي تورونه بېرته لیرې شي او خپله به بلاروس ته لاړ شي".

له دې وړاندې په مسکو کې امنیتي تدابیر وروسته له هغې ډېر شوي وو چې دغه ځواکونه د مسکو په لور پرمخ تلل.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې درې زره چیچنيايي ځواکونه هم ددغه ښار د دفاع لپاره ځای پر ځای شوي وو.

له دغو بدلونونو سره په دې تړاو د نړیوالو رهبرانو سلامشورې او دریځ نیول هم پام وړ وګرځېدل. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي چې د تېرو ۲۴ساعتونو پېښو د روسیې کمزوري وښودله.

د اوکرایین پخواني لومړي وزیر بیا ویلي دې چارې دا هم وښوده چې د ولادیمیر پوتین د ملاتړ مراندې سستې شوې. د ترکیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د سوله‌ييزې حل لارې د موندلو په برخه کې د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی و.

ولسمشر بایډن بیا د جرمني، فرانسې او برېتانیا له مشرانو سره پر وروستیو بدلونونو غږېدلی. سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی یو وار بیا له اوکرایین سره په خپل ملاتړ ټینګار کړی.

لاتویا او استونیا چې دواړه د ناټو غړيتوب لري له روسیې سره پر پوله یې خپل امنیت ډېر کړی.