مولوي هبت‌الله اخوندزاده: حاکمیت کې مو د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي د

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ادعا کړې چې د دوی حکومت کې د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي او "د یوه آزاد او باعزته انسان" په توګه یې حیثیت اعاده شوی دی.

هغه ویلي د طالبانو حاکمیت کې "د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي" او دا چې د نوموړي په خبره د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ په تړاو د "اشغال منفي تأثیرات د ختمېدو په حال کې دي."

د طالبانو مشر دا څرګندونې د راتلونکي لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې کړې دي.

هغه دا هم ويلي‌ د دوی د نظام په راتګ سره له اجباري نکاح او په بدو کې د ورکولو په ګډون له ګڼو رواجي ظلمونو د ښځو ژغورلو لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

ملا هبت الله همداراز ویلي "د ښځو نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوي دي." خو دا یادونه یې نه ده کړي چې نور کوم حقونه او ایا د نجونو او ښخو د زدکړو او کار حق ته یې هم حکومت څه پام کوي کنه؟

مولوي هبت الله اخوندزاده دا څرګندونې داسې مهال کوي چې حکومت یې د ښخو حقونو محدودولو له کبله په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ دی.

طالبان پر دې تورن دي چې له ښځو سره تبیضي چلند کوي.

په دې لړ کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ همدا تېره اوونۍ وویل، د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند د طالبانو د حاکمیت په "مغز او اډیالوژۍ" کې ځای لري.

د ښځو حقونو په تړاو پر طالبانو تر ټولو غټه نیوکه دا ده چې نجونې یې له زدکړو او ښځې له کار راګرځولې دي.

طالبان وايي په دغو برخو کې د پرتو خنډونو په لېرې کېدو کار کوي.

مولوي هبت‌الله د 'دیني احکامو، شرعي اوامرو، حدود او قصاص' پلي کېدل هم د خپل حکومت مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

هغه ویلي د شرعي محاکمو په فعالیت سره "شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی" او د تقنین، حکومتولۍ، قضاء، اقتصاد، فرهنګ او نورو برخو کې "دیني اصلاحات" جریان لري.

د طالبانو سترې محکمې تېره اوونۍ وویل چې لغمان کې یې یو سړی د څو "قتلونو په جرم" قصاص کړی دی.

د قصاص دغه حکم د طالبانو مشر تایید کړی او د پلي کېدو امر یې کړی و.

مولوي هبت الله اخوندزاده خپل اختریز پیغام کې دا هم ویلي چې‌ د دوی حکومت افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه نیولې او دا چې ګوندې افغانستان "په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا شوی دی."

نوموړی وايي د دوی حکومت د ګمرګي او مالیاتي عوائد، کانونه، دولتي ځمکې، ځنګلونه او نورو ملکیتونه چې د ملت مشترک مال دی، د شخصي استفاده کوونکو او زورواکو له لاسه ایستلي او د بیت المال د شتمنیو په حیث خوندي کړې دي.

ښاغلی هبت الله د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې خبره داسې مهال کوي، چې دمګړۍ میلیونونه افغانان په نړیوالو بشردوستانه مرستو پايي او ډېری خلک له بې وزلۍ او بې کارۍ سر ټکوي.

ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې وایي، چې له نړیوالو بشري مرسته پرته به د میلیونونو افغانان ژوند خطر سره مخ شي.

دوی دا هم وايي‌ چې افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، او تر نیمایي ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري.

طالبان وایي، د دوی حکومت هم له زرګونو اړمنو او سوالګرو سره مرستې کوي.

د طالبانو مشر د نشه‌يي توکو د کر مخنیوی او د روږدو درملنه د خپل نظام بله مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

هغه همدا راز یو ځل بیا ویلي چې حکومت یې "ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو" سره ښې او رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او "په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی".

نوموړي‌ ویلي "موږ د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوو، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو چې په هيڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسائلو کې مداخله ولري او یا موږ ته لارښونې وکړي."

هغه په دې وروستیو کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو ویلي "د فلسطين په مېرمنو، ماشومانو او عامو بې دفاع مسلمانانو د اسرائيلو ظلمونه په کلکو ټکو غندو او له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې د دې ستر بشري جنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر خپل مکلفيت ادا کړي."

د طالبانو مشر د سوډان له خلکو او حکومت هم غوښتي چې خپل منځي اختلافات او جنګونه لاس واخلي.