دودیال
(یوه لنډه کیسه)
د آسمان کوز او بر سر کې به د تالندې او برېښنا ځغلنده رڼا وځلیده او ورپسې به د تالندې ګړزا شوه. د ړومبني اورښت ډنډوکي به لا نه وو وچ چې بیا به له کوزې خوا ګڼه توره وریځ د غونډیو له شا راتاو شوه. ته به وایی له خپلو تلو بیرته پښیمانه شوه، دا ځل به برې خواته لاړه، ورپسې به ورو ورو آسمان شین شو، یوه یوه بنګړه لمر او ورپسې به د پسرلی ښه تود لمر راښکاره شو. شنیلي او نوي شنه شوي بوټي به وینځل شوی وو او نرۍ وږمې به ورو ورو ښورول، ورسره به نویو غوړیدلو ګلانو په نڅیدو- ښوریدو پیل وکړ، پسرلنیو مرغانو به وزرونه پرانیستل، خو لږ شیبه وروسته به بیا ګڼه وریځ دهغې باښې په څیر چې تر خپل سترګو لاندې ښکار باندې تاویږی، بیرته را تاو شوه.