څلورمه برخه
هنری تخلیقات، رغنده کار او د ژوند د رنګینیو انځور او د روزګار سړې- تودې د ملتونو دتاریخ یوه مهمه برخه وي. په تیره بیا هنری آثار د یو ملت د لوړ روح، د تمدن اوهڅوب ویاړ او د دوی د تاریخی دریځ څرګندونه کوي. دا ټول هغه څه دي چې دوی له نورو بیلوی او ځانګړی هویت وربښي.