سید عبیدالله نادر
ډیره د حیرانتیا او عبرت خبره ده ، چې دوه د پښتو نامتو شاعران چې په بیلو بیلو دورو کې اوسیدل ،لکه حمید مهمند ، او عبدالرحمن بابا ،دوي دواړو د وخت د حکامو د ظلمونو څخه سر ټکولی او پیښور یې ګور اور ته ، او ظالمان یې نکیر منکر چې د وخت و حکامو ته اشاره ده تشبیه کړي دي ، دا چې په هغه وخت کې څه ظلمون روان وو پلټنۍ ته اړتیا لري
.
چې هغه بیتونه بیل بیل دا دي .
حمید مهمند داسي وايي :
غریب خلک مرده ګان په کښي ورتیږي
ظالمان نکیر منکر ، پیښور ګور شو
او رحمان با با داسي وایي :
په ســــــبب د ظـــالمانو، حـــــاکمـــــــانو
ګور او اور ،او پیښور ، درې واړه یو دي
د هغه نه وروسته هم داسي ظلمونه تیر شوي ،چې شاعرانو په خپل اشعارو کې یې د وخت د حکامو څخه سر ټکولی یا شکایت کړی . د ښاغلي فدا استاد یو شعر دی چې د چاسدی د قتل عام په هکله یې وییلی ، چې د پاکستان د وخت انګلیسي حکومت یې په کې غندنلی، د اوسني لیکوال د ښاغلي بینوا لیکنه په دریم توک کې ، د فدا د ژوند لیک په لړ کې داسي لیکلي ، مرګیه مه راځه درځمه دا نظم فدا استاد د بابړۍ په یوه جلسه کې په داسي انداز کې اورولی وو ، چې بادشاه خان په خپله او نرو په زرګونو پښتنو ورته په سرو سترګو ژړل ،اګرکه ټول شعر راوستل په دي مختصر کې ګران وو ، خو ګرانو لوستونکو او اهل دوق د پاره یي دا څو کرخي وړاندي کوم .
مرګیه مه راځه درځمه
کفن په ترخ کې د سیالي میدان ته ځمه مرګیه مه راځه درځمه
سر په تلي کښي د الله دربار له ځــمه مرګیه مه راځه درځمه
په چار سده کې کربلا ده
د غدارانو پرې صلا ده
په سر فروشو واویلا ده
زه د خپل قام سره ، په مرګ سیالي کومه
مرګیه مه راځه درځمه
بیا د وطن په خاوره جنګ دی
ښکلی میدان د نام و ننګ دی
موري ورځمه ، زړه می تنګ دی
په خــپله خاوره ، خپلي ویني تویمه
مرګیه مه راځه ، درځمه
سرې جامی راکړه ،ځما موري
سر راله غوړ کړه ، سترګي توري
نوم د پښتون دی، په ما پوري
په پښتنه خاوره ، خپل سر قربانومه
مرګیه مه راځه ، درځمه
مازیګر ووتم له کوره
رخصت می واخیسته له موره
لار چې تیاره شوه، تکه توره
د اجل ځای ته ، نیمه شپه ورسیدمه
مرګیه مه راځه ،درځةه
په لس بجي ، ســبا سحر
سر فـــــروش ووتل ، بهر
ترې نه چاپیره شو، لښکر
زه د قومی صفونو مینځ کې ، ودریدمه
مرګیه مه راځه درځمه