محمدروښان ښاد
پوره څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان له ستونزو، ناخوالو، ناامنیو، جګړو، ورانیو او کډوالیو څخه ځورېږي او د دې ټولو نادودو اصلي قربانیان زموږ عام هیوادوال دي. دغه ننګونې چې افغاني ټولنه یې له بهره اغېزمنه کړې ده، هم داخلي او هم بهرني ابعاد لري او تر هغو چې د دغو ابعادو او لاملونو په له منځه وړلو کې عام خلک په یو لاس له حکومت سره اوږه په اوږه لاس په کار نشي، نو دا بدمرغۍ به همداسې ادامه ولري