محمدبشیر یوسفزوی
په تېرو پنځو کالو کې د بودیجې له کموالي او نورو ګڼو ستونزو سره سره فرهنګ او هنر ته د حکومت پاملرنه وه. د تاریخي ځایونو د رغاولو او د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د جوماتونو د جوړولو لپاره پروګرامونه جوړ شوي دي. همدارنګه د تاریخي اسنادو او هنري پاتوړو (میراثونو) د ساتنې په موخه، د جمهوري ریاست ارشیف جوړ شوی دی
د هېواد له ۵ زرو ډېرې لرغونې سیمې د سپوږمکۍ لهلارې پېژندل شوي او د لرغونو سیمو عمومي نقشه د جوړېدو په حال کې ده. په لسګونو لرغوني ځایونه لکه د علي شېر نوايي، احمدشاه بابا او ابوریحان البېروني قبرونه، د غور منار جام او سراج العمارت بیا رغول شوي دي او د لوګر ولایت د میس عینک په لرغونې سیمه کې د عتیقه توکو د موندلو په موخه د کيندلو ۱۰ پړاوونه اجرا شوي دي. د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد او مالي او اداري حمایوي لوی ریاست لهخوا د امانیه ماڼیو د بیاجوړولو کار د مجربو انجنیرانو تر نظر لاندې روان دی.
د دیني ځایونو جوړول او رغول: په تېرو ۴ کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې د جوماتونو جوړولو ۳۳۰ پروژې پلې شوې دي او په ۳۴ ولایتونو کې ۷۱۲ جوماتونه او د حاجیانو کمپونه هم رغول شوي دي. په ۱۷ ولایتونو کې د جومات جوړولو پر ۶۰ ډېرو پروژو کار روان دی. د هرات د جامع جومات، خرقه شریف، روضې مبارک، پل خشتي او عیدګاه جومات ترمیم په دغه برخه کې د فعالیتونو له ډلې دي. له خلکو او علماوو سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ژمنې پر اساس، په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جامع جوماتونو چې د ۲ زره کسانو د ځایېدو ظرفیت لري کار پیل شوی دی.
د تورېزم وده: سیاحتي شرکتونو او ۱۱۰ مېلمستونونو او رستورانتونو ته د ۱۳۰۰ جوازونو په ورکړې سره، په هېواد کې ۴۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه پر کورنیو سیلانیانو سربېره، له ۷۵ زره ډېرو بهرینو سیلانیانو ته خدمات وړاندې شوي دي. د تېرو څلورو کلونو په موده کې له پلان شوي مقدار څخه ۱۰۹ سلنه عواید د تورېزم صنعت د ودې ښکارندويي کوي.
د فرهنګي ویاړونو یادونه: د هېواد ملي او فرهنګي شخصیتونو ته د احترام په موخه، د دغو شخصیتونو په نوم د ۱۴ مډالونو د جوړولو کار د قانوني پړاوونو د طی کولو په حال کې دی. په تېرو کلونو کې د هېواد د تاریخي، فرهنګي او سیاسي ویاړونو لکه امیر علي شېر نوايي، احمد علي کهزاد، فیض محمد کاتب هزاره، خوشحال خان خټک، خواجه عبدالله انصاري، ګوهرشاد بېګم او ابوریحان البېروني د نمانځلو په موخه په جمهوري ریاست کې څو سیمینارونه او سمپوزیمونه جوړ شوي دي.[1]
د جمهوري ریاست ارشیف: له نړیوالو معیارونو سره سم د جمهوري ریاست د ارګ د ارشیف په جوړولو[2] سره شاخوا ۳۰ میلیونه تصویري، غږیز او لیکلي سندونه چې په هغو کې مصوبې، حکمونه، پروتوکولونه، تړونونونه، هوکړه لیکونه، ملکیتونه، فرمانونه، د دولتي کارکوونکو سوابق، سرحدي نقشې، شاهي کتابونه، مکتوبونه، قوانین او کړنلارې شاملې دي، د منځه تلو له خطر ساتل شوي دي. د جمهوري ریاست ارشیف ۳۰ زره تاریخي، مستند او هنري عکسونه ډيجیټل او اېډېټ کړي دي. د دغو اسنادو ډيجيټل شوې بڼه به د انټرنېټ لهلارې د ټولو د لاسرسي وړ شي.
[1] ۱۰ شمېره جدول ته رجوع وکړۍ
[2] ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۷