لیکوال او څېړونکی : یوسف هېواددوست
دویمه برخه
له بلې خوا نه یوازې د ادبیاتو منځپانګه او هم د ښوونکي چال چلند د ډېرو نازکخیاله افکارو لپاره اغېزمن کاري توکي ډي نو له همدې کبله تر هر څه دمخه ښوونکی باید د اړیکو د ټینګولو مهارت او پوهه ولري .
که ښوونکی د اړیکو د ټینګولو پوهه او وړتیا و نه لري ، د هغه علم هم ګټور نه واقع کیږي .زما د دا ډېرو کلونو تجربه راښیي چې که ښوونکی د زده کوونکي زړه او افکارو ته لاره ومومي، هغه د خپل استاد د سبقونو مینځ ته په کرار کرار ور ننوځي او په دې توګه د هماغه علم زده کړه په ښه شان ترسره کیږي . دغو اصولو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کیږي چې یو ښوونکی څنګه کولای شي د زده کوونکو زړه خپل کړي ؟ زما په اند ښه ښوونکی هغه دی چې د خپلو زده کوونکو فردي توپیرونه وپېژني .همدا شان د هر زده کوونکي د پوهې او درک له کچې هم په برله پسې توګه ځان خبر کړي ، ځکه د ټولو مطالبو پوه تل یو شان نه وي .د هغوی له انګېرنو هم ځان خبر کړي ، ځکه د فردي توپېرونو درک او پوهه په پای کې د انسان عاطفي اړخ سره څنګ لګوي . یا په بله وینا غوره ښوونکی هغه دی چې د ښوونکو تمه باید د زده کوونکو د استعدادونو او درک پر بنسټ وي .که هر زده کوونکی ښه وپېژندل شي ، نو اړینه اړیکه ورسره ټینګېدای شي .کله چې زده کوونکی د وړ اړیکو د ټینګولو له لارې د درسونو موضوع سره مینه وال شي ، بیا نو یون او بدلون خپله ځان څرګندوی .
ځیني پوهان دا هم وایي چې له زده کوونکو سره د ښو او وړ اړیکو د ټینګولو ترڅنګ ښه معلم باید وپوهیږي چې معلمي کومه کسب او کار نه دی ، د ښوونکي چاره هغه چاره ده چې د زده کوونکو د پوهې د لوړتیا او هغوی ته د پوهې د ورلېږدولو ګټوره وسیله ده .بیا هم دا زه دلته په تکرار سره وایم چې دا مهمه نه ده چې استاد کوم مضمون تدریسوي ، مهمه دا ده چې څومره په ادبیاتو برلاسی دی ، آن کله د طبعیي علومو په زده کولو کې د ادبیاتو مثالونه لکه متلونه ، شعر ، لندې ادبي ټوټې ، لنډې کیسې او د ژبې پر ګرامر برلاسی ډېر اغېزمن واقع کیږي . د ژبې ساده توب او ورسره جوخت ادبي ژبه کارول د غوره ښوونکي بله مهمه ځانګړنه ده .
د دویمې برخې پای