وايي : (ناپېلیون بناپارت)
(مور په یوه لاس زانګو، زنګوي او په بل لاس جهان ښوروي.)
په رښتیا سره چې مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده .
د مور د ورین تندي ځلا او ښکلا لکه د سباوون سپینه رڼا او د لمر وړانګې له ورایه ښکاري. د مور سپېڅلی او پاک زړګی د جنت باغ دی، چې په کې رنګارنګ ښکلي او ښایسته ګلونه خاندي، ټوکېږي، زرغونېږي او غوړېږي .