لیکنه ؛ ډیوه افغان 
لکه څنګه چې ټولو ته بهتره څرګنده ده هره ټولنه  قانوني کیدو ته اړتیا لري همدا قوانین دي چې  د ټولنې اساس جوړوي کله چې ټول ولس په یوه غږ د خپل دولت سره په ګډه د قوانینو په تطبیق کې همکار شي ټولنه د پرمختګ ته طرف ته ځي .
ولسمشرغني  د کمپاین په وخت کې له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ټولو په ژوند کې به بدلون راولي قانون به په ټولو یو شان تطبیق کېږي یو افغان به له بل څخه بهتر نه وي او داسې نورې اړینې ژمنې يې ولس سره لرلې

ګلرحمن رحماني

کله چی امریکا او نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتونو د اکثریت رایو له تر لاسه کولو وروسته د طالبانو د وحشتونو او ظلمونو د ختمولو په خاطر افغانستان ته راغلل، نو د طالبانو له پاشل کېدو وروسته یې دلته موقت حکومت رامنځته کړ، مګر جګړه لا هم ادامه لري او پایته ونه رسېده

محمد روښان ښاد

د ګڼو داخلي ستونزو، ناامنیو، زورواکیو، جنګونو او د سیمې د ستونزو باوجود افغان حکومت لا هم ښه روان دی، ځکه چې د دغو ټولو ستونزو سره سره حکومت نه یوازې خپل تمرکز له لاسه ورکړی، بلکې د جنګ د مدیریت، د سولې، د اقتصادي، انکشافي، نړیوالو مناسباتو، معارف ، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې حکومت په نهایت دقت سره ښه مخته روان دی


لیکنه ؛ ډیوه افغان
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده افغان امنیتي ځواکونو ددې هېواد د عزت او ټولو ملي شتمنیو څخه په ډېره مېړانه ساتنه کړې او کوي يې ، او دوی تل د خپل سر په قیمت له دې هېواده ساتنه کړې ، ټولو ته څرګنده ده چې دوی د هېواد د ساتنې په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي

محمد بشیر یوسفزوی

له کومې ورځې چې طالب د خپل ولس او نظام پر ضد د پردیو په لمسون وسلې ته لاس کړي او د خپلو خلکو د بدمرغه کولو، د تاسیساتو د ویجاړولو او د افغانستان د بربادۍ لپاره جګړه کوي، نو له همغې ورځې طالب په هېواد کې خپل معنوي، ټولنیز او هر اړخیز ماهیت له لاسه ورکړی دی، ځکه د افغان ولس او نظام پر وړاندې د دوی دغه ناوړه عمل او کړنې په هیڅ ډول نشي توجیه کېدلی

اېمل پیاوړی

زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېرو سختو شرایطو کې خپله وړتیا او زړورتیا وښوده. داسې مهال چې ګڼو بهرنیو او کورنیو مبصرینو د نظام د سقوط وړاندوینې کولې. بهرني او شمېر کورني له افغانستان څخه په تېښته وو او ټولو داسې ګڼله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به داسې افت خدای مکړه پر افغانستان را نازل شي، چې ټول به پوپناه کړي.

ګلرحمن رحماني

کله چی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی له طالبانو سره د روژې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ نېټې پورې اوربند اعلان کړ ، نو د حکومت تر څنګ طالبانو هم د کوچني اختر لمړۍ ، دویمه او دریمه ورځ اوربند اعلان کړ. دواړه خواوو اوربند په سمه توګه مراعت کړ او په یوه سیمه کی یی هم یو پر بل د وسلو خولی ور وانه ړولې ، دواړه غاړو (حکومت او طالبانو) ثابته کړه چی سوله غواړي او جنګ ته خاتمه ورکوي

محمد روښان ښاد

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د سولې د ملاتړ ولسي حرکتونه او ملاتړ زیات شوی. د هلمند د ځوانانو د سولې کاروان له اوه سوه کیلو متره پلي مزله وروسته د سولې په پار پلازمېنې کابل ته راغی. د هرات مېرمنود سولې د پراخ حرکت په بڼه د خلکو ملاتړ له ځانه سره درلود. همدارنګه یو شمېر افغان کډوالو له پاکستان څخه د سولې له شعار سره د تورخم له لارې کابل ته راغلل. ترڅنګ یې په لوګر او د هېواد په نورو بېلابېلو سیمو کې د سولې لپاره غږ پورته او عملي اقدامات ترسره شول

محمد بشیر یوسفزوی

زورواکان که هر قوم او سیمې ته منسوب وي هغوی د طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو په څېر د هېواد او خلکو دښمنان دي او ښایي چې له هغوی سره  د دښمن او مجرم په څېر چلند وشي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي

محمدروښان ښاد

د جګړې په کلونو کې چې په افغانستان کې ثبات او امنیت له منځه تللی، نو نظام هم ورسره ړنګ شوی او لا تر دې مهاله خلک د امنیت او ثبات د نشتوالي او د نظام د کمزورۍ له امله له بېلابېلو ستونزو څخه کړېږي.

افغانستان ته د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی د متحدینو له راتګ وروسته افغانان دې ته هیله من و چې د دوی له راتګ سره به افغانستان بېرته د ثبات کلونو ته ور وګرځي، د جنګ ټغر به ټول شي، افغانستان به د قوي او مرکزي نظام خاوند شي او

محمد روښان ښاد

د کوچني اختر په څلورمه ورځ ولسمشر غني د ارګ له کلا څخه راووت او د حضوري چمن سیمې ته له هلمند څخه کابل ته د سولې له پیغام سره راغلي کاروان او ځوانانو هرکلي ته ورغی، ځکه د دغه کاروان د غړو شرط ولسمشر ته همدا وو چې په ارګ کې درسره نه ګورو، له ارګه به راوځې او د عمومي واټ پر غاړه به راسره کېنې

زیاتې مقالې …