ګلرحمن رحماني
کله چی په کابل کې د ټول هیواد زرګونه دیني عالمانو په افغانستان کې د روان جنګ د نامشروعیت او مطلق حراموالي په اړه فتوا صادره کړه په هغه کې یې له افغان حکومت او طالبانو نه د اوربند او د سولی د خبرو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
د هېواد دیني علماو او د دوی فتوا ته په درناوي افغان ولسمشر د حکومت په استازیتوب له ارګ نه د یو ویدیویي کنفرانس له لارې طالبانو سره د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د نېکمرغه کوچنی اختر تر ۵ نیټې پورې اوربند اعلان کړ. طالبانو هم رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کې د کوچني اختر لمړۍ ، دویمه او دریمه ورځ اوربند اعلان کړ او له ټولو طالبانو یې وغوښتل چې اوربند مراعت کړي