محمد بشیر یوسفزوی
ولسمشر غني پرون د افغانستان د وروستیو پېښو او په بلجیم کې د ناټو او سعودي کې د سولې په اړه د نړۍ د دیني علماو د غونډو په اړه مطبوعاتي کنفرانس درلود. د کنفرانس د پوښتنواو ځوابونو په برخه کې د کابل نیوز خبریال د ثبت نام اوسنۍ پروسې د ستونزو، د دوی د تحریم د ګواښ، ولسمشریزو ټاکنو پرځای د جرګې رابللو او نورو موضوعاتو په اړه د سیاسي احزابو د وروستۍ ناستې او پرېکړې په اړه پوښتنه وکړه