محمدروښان ښاد
د جګړې په کلونو کې چې په افغانستان کې ثبات او امنیت له منځه تللی، نو نظام هم ورسره ړنګ شوی او لا تر دې مهاله خلک د امنیت او ثبات د نشتوالي او د نظام د کمزورۍ له امله له بېلابېلو ستونزو څخه کړېږي.
افغانستان ته د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی د متحدینو له راتګ وروسته افغانان دې ته هیله من و چې د دوی له راتګ سره به افغانستان بېرته د ثبات کلونو ته ور وګرځي، د جنګ ټغر به ټول شي، افغانستان به د قوي او مرکزي نظام خاوند شي او
لنډه دا چې شته ټولې ستونزې به یو مخ هوارې شي، خو له بده مرغه چې د دوی له راتګ سره نه یوازې جنګ او ستونزې ختمې نشوې بلکې ورځ تر بلې زیاتې شوې، په یوه او بله بڼه نوې ستونزې ایجاد شوې. مافیا وزېږېده، زورواکان په مالي لحاظ لا وپړسېدل او د قانون د حاکمیت پر وړاندې دومره خنډونه او بندونه ایجاد شول، چې په خپله حکومت یې هم لیرې کولو ته بې وسه وو.
په تېرو څوارلسو کالو کې یوه بله بدبختي او شومه پدیده چې په افغانستان کې دود شوه هغه فساد وو. دغه پدیده دومره وپړسېده چې له امله یې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه بد شهرت وموند او په داخل کې ولس ورڅخه تر پوزې ورسېده، ځکه د تېرو څورالسو کالو ټولې نړیوالې مرستې چې له افغانستان سره شوي دي د همدغو مفسدینو له لوري حیف او میل شوې. په دې فساد کې هم نړیوالو لاس درلود، هم د حکومت مقاماتو او چارواکو او هم مافیایي کړیو او زورواکو، ځکه دوی په منظمه توګه په پروژو او پیسو کې سهم درلود د هر یوه ونډه او برخه معلومه وه او منظمه یې په خپلو کې سره وېشله.
اداري فساد له ناامنۍ او بېکارۍ وروسته لوی ستونزه ده. فساد یوازې د ولس نه، بلکې د ولس او حکومت دواړو لپاره ستونزه ده، د ولس لپاره په دې ستونزه ده چې د دوی کارونه پر وخت نه ترسره کېږي، دوی ته خدمات نه وړاندې کېږي او په عادي چارو کې هم بډې ورڅخه اخیستل کېږي. په ادارو کې نااهل خلک ناست دي، وړ او مستحق کسانو ته د کار او خدمت چانس نه ورکول کېږي. د حکومت لپاره د فساد تاوان دادی چې د ولس باور پر حکومت کم شوی، حکومتي ادارې غیرفعاله شوي، د حکومت حیثیت ته تاوان اوښتی.
ناامنۍ، بېکارۍ او اداري فساد په افغانستان کې د ولس او حکومت اوسنۍ عمده ننګونې ګڼل کېږي. تر هغو چې دغه ننګونې په اساسي توګه له منځه لاړې نشي، نه به ولس د هوسا ژوند خاوند شي او نه به هم حکومت په ولس کې خپلې رېښې وغځولی شي.
په افغانستان کې اداري فساد د ملي امنیت پر وړانډې په تهدید بدل شوی دی او د افغانستان د نظام حیات یې له خطر سره مخ کړی دی. که د دې پدیدې لمن چې اوس په افغانستان کې په یو فرهنګ بدل شوی دی ټوله نشي د افغانستان د نظام حیات به تر پوښتنې لاندې راولي.
ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د خپل کار له لومړۍ ورځې د دغو پورتنیو درې واړو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په اړه خپل غږ پورته کړی او ولس ته یې ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې کافي اقدامات هم کړي دي مګر له یوې خوا دا ستونزې ډېرې پراخه دي چې له منځه وړل یې وخت او زغم دواړو ته اړتیا لري او له بل لوري په دې برخه کې د ولس بشپړ ملاتړ ته اړتیا ده، ځکه تر هغو چې ولس عملي ملاتړ او اقدام ونه کړي، نو یوازې د حکومت اقدامات هغه موثریت چې تمه یې کېږي نشي لرلی.