اېمل پیاوړی

وسله واله افغان طالبانو ته د حکومت او ولسمشر غني له لوري د سولې د مکررو وړاندیزونو باوجود نن ولسمشر غني په دې برخه کې یو بل مهم ګام واخیست. دغه ګام د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د جنګ لنډمهالی اوربند (د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر پنځمې پورې)دی

ګلرحمن رحماني

عدالت په لغت کی د استقامت ، مساوات ، انصاف ، د حق حکم ، توازن او د متعادل امر په معنی راغلی دی او په اصطلاح کی یی لنډ تعریف دا دی چی د افراط او د تفریط تر منځ منځنی حد یا حدودو ته عدالت ویل کیږی یا هم عدالت برابري ته وایي

ډیری اوس هم په دې اند دی چې پاکستانی پوځ یوازې د هغه هېواد بهرنۍ پالیسې او هغه هم د افغانستان او هند په اړه ترخپلې ولکې لاندې ساتي او په نورو چارو په تېره بیا هېواد کې دننه په ملکي مسایلو کې هومره ګوتې نه وهي.

خو د پاکستان اویاکلن لنډ ګنډ تاریخ څرګندوی چې هلته پوځ هرکاره دی؛ له بهرنۍ پالیسې نېولې د ملکي حکومتونو اداره او په پای کې د هغو نسکورول؛ د مدني ټولنو او ګوندونو تعقیب اوڅار، همداراز د وګړو له شخصي ژونده نیولې د ټولنیزو رسنیو ترکنترول پورې دا هرڅه د پوځ تر خونړیو سترګو لاندې، ترسره کیږي او په دې ټولو برخو کې ملکي حکومتونو او ولسي بنسټونو ته د خبرې او سوڼ ځای او مجال نشته


مینه منګل
‎تېره دوشنبه پر علي وزیر برید وشو ، دا یو څرګند حقیقت دی چې دا برید د پاکستان د پوځ کار دی په دې کار سره دوی دا وښوده چې دوی د ترهګرۍ ملاتړي دي کله چې څوک د ترهګرۍ ضد غږ پورته کوي د پاکستان پوځ یې وژني، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر وايي چې د پاکستان پوځ د طالبانو تر شاه ولاړ دی .
‎د علي وزیر پر کور برید ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

محمد بیشیر یوسفزوی

جنګ د بربادۍ او تباهۍ نوم دی، خو له بده مرغه د افغانستان جنګ چې څومره اوږدېده، همدومره پېچلی کېده او بالاخره دغه بدمرغه جنګ ځینو ته د ګټې وټې په ماشین او د ځان د مطرح کولو په وسیلې بدل شو.

په ښکاره د جنګ د دوام پړه پر طالبانو، پاکستان او افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو اچول کېږي، مګر له دې مه واره جنګ نور پټ او ښکاره داخلي ابعاد هم لري او دا اوس هم ډېرې داسې څېرې او نومونه شته چې په ښکاره ځان ډېر وطندوست، فعال او مدني ښیي، مګر د ده او د اولاد رزق یې د همدغه جنګ له برکته حواله دی چې یو له دغو کسانو څخه امرالله صالح دی

محمد روښان ښاد

ولسمشر غني له لومړي سره د اوبو د مهارولو، مدیریت، د کرنې او اوبولګولو او همدارنګه د برښنا د تولید لپاره د موثرې ګټې اخیستنې په موخه ژمن و او تل یې په دې ټینګار کاوه چې اوبه د افغانستان ابرو ده او دغه ابرو به په هر قېمت خوندي کوو.

د اوبو د مدیریت او د دغې ابرو د خوندي کولو لپاره افغان حکومت د ۲۹ بندونو د جوړولو پلان جوړ کړ او د دغه پلان له مخې د ځینو بندونو چارې بشپړې او د ځینو تخنیکي مطالعات سروې او نورې اړوندې چارې پیل شوې، خو ولسمشر غني په دې

د افغانستان دولت له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ. دولت غواړي خپله اخلاقي برتري وښیي. طالبانو پرلپسې اخلاقي او سیاسي ماتې خوړلي. د کابل پروسې په سږنۍ ناسته کې د فبروري میاشت کې طالبانو سره د مذاکرې بلنه او هغوی ته د مشروعیت ورکولو طالبان سیاسي انزوا ته یووړل. تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو د دې بلنې ملاتړ وکړ. د سیمې قدرتونه چې د ناټو مخالف دي هغوی هم د دې بلنې سخت هرکلی وکړ. حتی پاکستان چې پوځ یې د طالبانو ملاتړی دی ونشو کولای چې

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني تېره اونۍ (پنجشنبه) د ویډیویي پیغام له لارې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او د ولسمشر دغه اعلان ډېر ژر رنګ راوړ، ځکه په ځواب کې یې وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ

حکومت، طالب او ولس ته د اوربند ګټې

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولس او حکومت دښمنانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی؛ ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د موقت اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي. ولسمشر وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي

محمد بشیر یوسفزوی

 په دې کې شک نشته چې ګاونډیان (پاکستان او ایران) د افغانستان په جنګ کې مستقیم لاس لري، دوی د فشار په توګه غواړي افغان دولت دېته مجبوره کړي، چې تر افغانستان لومړی د پاکستان او ایران ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په خپله د خپلې ارادې خاوند نه وي او چې هر ګام او اقدام کوي، نو باید د ایران او پاکستان په خوښه وي

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې افغانان لا له پخوا او لومړي سره د سولې غوښتونکي و او لا هم په همغه جدیت د سولې غوښتونکي دي، خو دلته ستونزه داده چې پردی جنګ زموږ پر هېواد او خلکو تحمیل شوی دی او دغه جنګ له موږ څخه د سولې انتخاب دومره لیرې کړی دی چې موږ په هغه برخه کې بېخي بې وسه او ناتوانه یوو

زیاتې مقالې …