ګلرحمن رحماني
عدالت په لغت کی د استقامت ، مساوات ، انصاف ، د حق حکم ، توازن او د متعادل امر په معنی راغلی دی او په اصطلاح کی یی لنډ تعریف دا دی چی د افراط او د تفریط تر منځ منځنی حد یا حدودو ته عدالت ویل کیږی یا هم عدالت برابري ته وایي
.
افلاتون د عدالت په اړه په خپل (جمهوریت) کې وایی (هغه به یوه ارماني یا ایډیاله ټولنه وي چې د ټولنی هر غړی ځان په داسی یوه طبقه یا کلاس کی تنظیم کړی ، چی خپل ځان په کی سوکاله او ارامه احساسوی).
ارسطو په دی نظر و چی هر چاته باید د هغه د وړتیا او شایستګی پر بنسټ منصب او امکانات ورکړل شی او زیاتوی چی د ټولنی منځنی طبقه باید د حکومت کولو لایقه وی، خو موږ چې څو لسیزې مو په جنګ کې تېرې شوي له تعلیم نه ډیر وروسته پاتی یو که چیرته هر څه د وړتیا او شایستګی په اساس شی نو شاید زمونږ ۵۰٪ وګړی هم د ژوند کولو امکاناتو ته رسیدګی ونه لری او حتی زموږ ځینی لوړپوړی چارواکی هم تر اوسه هم هغې مسلکي زده کړې چې ښایي نه یې لري.
د ټولنیز عدالت تعریف په پخوا زمانو کی هم موجود و خو د مدرنیزم په عصر کی ډیر دود شو دغه نظریه په لمړی ځل د رواقیونو له خوا مطرح شوه د هغوی له نظره انسانان په خپلو کی برابر حقوق لری او د انسانانو تر منځ د برتری په اړه هیڅ معیار شتون نه لري. ولمسشر محمد اشرف غنی هم په دی نظر ده چی (هیڅ افغان له بل افغان نه کمتر نه ده ، هیڅ افغان له بل افغان نه بهتر نه ده) .
سیسرون هم د هغو پوهانو له ډلی څخه و نوموړی د لرغونی یونان د علماوو او فیلسوفانو برعکس چی عدالت یی د طبیعت له خواصو او تناسباتو سره ورته باله ، پر دی باور و چی ټولنیز عدالت له مساواتو پرته بله معنی نه لری ، انسانان برابر زیږیدلی او د ټولنیز عدالت جوهر هم دا ایجابوی چی برابری باید په پام کی ونیول شی ، د اسلام په مقدس دین کی ښځینه او نارینه دواړه د کار کولو حق لري.
د جان رالز له نظره چی د ټولنیز عدالت په نوم کتاب کی یی لیکلی دی (ټولنیز عدالت د ناپییلتوب یا بی طرفی په معنی ده او ټولنیز عدالت هغه وخت ټینګیدای شی چی دولت ناپییلی وی جان رالز په خپل دغه کتاب کی د ټولنیز عدالت لپاره دوه اصول وړاندی کوی ، لمړی هر څوک باید له برابرو او متناسبو حقونو او له اساسي ازادیو څخه برخمن وی ، دویم اقتصادی او ټولنیزی نابرابری باید داسی تنظیم شی چی لمړی ډیره ګټه یی بی وزله خلکو ته ورسیږی ، دویم څوکی او کارونه د مناسبو او متناسبو شرایطو پر اساس تنظیم شی). د ټولنیزې بې عدالتۍ ستونزه په افغانستان کې هم برجسته ده، خو باید یادونه وکړم چی افغان حکومت د ټولنیز عدالت د تامین هلی ځلی شروع کړی تر څو هر شخص د شایستګی ، لیاقت او استعداد پر اساس دنده وکړی .
د عدالت په باب په ټولنه کی یوه داسی انګیرنه او فکر رامنځ ته شوې که یې پراخ استقبال او ملاتړ وشي، نو بیوزلی او بی عدالتی ورسره راکمیدلی شي. د هېواد د اساسي قانون تطبیق د ټولنیز عدالت تامین تضمینوي، نو خلک باید د قانون د تطبیق غوښتنه وکړي او حکومت دېته وهڅوي چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي. قانون د هیواد پر ټولو اتباعو (وزیر ، معلم ، ریس ، خان او غریب خلاصه دا چی په ټولو اتباعو) یو شان پلی شی . د ټولنیز عدالت تامین د هېواد پرمختګ، د ولسونو هوساینه، سوکالي او نېکمرغي تضمینوي.