محمد بیشیر یوسفزوی
جنګ د بربادۍ او تباهۍ نوم دی، خو له بده مرغه د افغانستان جنګ چې څومره اوږدېده، همدومره پېچلی کېده او بالاخره دغه بدمرغه جنګ ځینو ته د ګټې وټې په ماشین او د ځان د مطرح کولو په وسیلې بدل شو.
په ښکاره د جنګ د دوام پړه پر طالبانو، پاکستان او افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو اچول کېږي، مګر له دې مه واره جنګ نور پټ او ښکاره داخلي ابعاد هم لري او دا اوس هم ډېرې داسې څېرې او نومونه شته چې په ښکاره ځان ډېر وطندوست، فعال او مدني ښیي، مګر د ده او د اولاد رزق یې د همدغه جنګ له برکته حواله دی چې یو له دغو کسانو څخه امرالله صالح دی
.
امرالله صالح ته د جنګ لومړۍ ګټه دا وه چې په همدې جنګي شرایطو کې نوموړی په کم عمر کې په لوړو څوکیو کار وکړ چې ان د ملي امنیت د رئیس په توګه یې هم ډېر کلونه دنده ترسره کړه، خو که چېرې په هېواد کې سوله وای، امن وای، ثبات وای او عادي شرایط وای، نو باور وکړئ چې امرالله خان به چا د امنیت د عادي کارمند په توګه هم نه وای منلی.
ځکه د ملي امنیت کارمند باید په له مسلکي پوهې او وړتیا ور اخوا افغانستان، افغانیت او خپلو خلکو او ولس ته ژمن وي، مګر له بده مرغه چې امرالله خان نه یوازې دغو مسایلو ته ژمن نه دی، بلکې تل په مخالف جهت کې واقع وي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال موږ د ده شنه او نارنجي حرکتونه ولیدل چې په لوی لاس یې د ټاکنو ملي بهیر ټکی او ناندریز کړ او خپل غیر مسوول وسله وال یې واټونو ته له وسلو سره را وېستل او د هېواد ثبات او نظام یې وګواښه.
د دې ترڅنګ د امرالله خان په وخت کې نه یوازې جنګ بلکې د هېواد د ملي امنیت اداره چې د افغانستان مغز، سترګې او زړه بلل کېږي دومره کاواکه او ناپاکه شوه چې د دوی د خاص حلقې کسان په کې ځای پرځای شول او له دغه ملي ادارې څخه یې د یو بانډ د اقتصادي ګټو د پاللو او خوندي کولو لپاره استفاده وکړه.
امرالله خان ځکه له اوربند او سولې وېره لري چې که جنګ پایته ورسېد، نو باور دی چې د امرالله صالح په ګډون به نور ډېر چې د درواغو جوهر یې ګټلی ډېر ژر به یې وبایلي او دوی به هغه منصبونه او امتیازونه چې اوس یې ترلاسه کوي بیا به یې په خوب کې هم ونه ګوري.
امرالله خان او ملګرو ته یې دا مهمه نه ده چې د ورځې څومره افغانان مري، دا اندېښنه هم ورسره نشته چې د یوې ورځې جنګ موږ ته له مالي او انساني پلوه په څومره قېمت تمامېږي، ځکه که تاوان دی خو د ملت دی، امرالله خان او ملګري خو یې له همدغه جنګ څخه په میلیونونو پیسې ترلاسه کوي، ارام او هوسا ژوند لري، که په واک کې وي او که نه وي مګر امر او خبره یې چلېږي.
امرالله خان ځکه له اوربند او سولې وېره لري، هغه وایي که قومي، ملي او مرکزي حکومت او نظام رامنځته شو، نو د تېرو نادودو او خصوصاً د تورو ګتلو پیسو حسابي به ورسره وشي او ممکن په جرم یې هغه محاکمه شي.
نو امرالله خان او ملګري یې له همدغې وېرې د حکومت د سولې هره ملي برنامه سبوتاژ کوي، په اړه یې عامه ذهنیتونه خرابوي او د دې کوښښ کوي چې د سولې بهیر ټکنی کړي، تر څو جنګ ادامه پیدا کړي او دوی خپلې ګټې او مزې وکړي.