محمد بشیر یوسفزوی
افغاني ټولنه تل د بېلابېلو افرادو او اشخاصو د افراط او تفریط له امله زیاته متضرره شوېده، کله چې چپیان یا کیڼ اړخي په افغانستان کې د کودتاه له لارې واک ته ورسېدل، نو په خلکو یې چپه مېچنې وګرځولې. د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ پرځای زیات تمرکز په پردۍ ایډیالوژۍ، بهرني موډ او فېشن راټول وو

د کوزې پښتونخوا یو ملتپال زلمي د وزیري مسېد ځوانیمرګ نقیب الله د بېرحمانه وژني په مناسبت چې دې ورځو کې د کراچۍ ښار کې د پنجابي پولیسو په ډزو وژل شوی، یوې غونډې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکي پښتانه هوښیار او زیرک مشران نه لري، وايي: هغه مهال چې ټولې لوېدیځي نړۍ، عربي او اسلامي هېوادونو پر افغانستان تپل شوې جګړې ته جهاد وایه، د دې ټولو په وړاندې یوازې فخر افغان پاچاخان وو چې هغه يي فساد ګاڼه. اوسمهال ټوله نړۍ دا مني چې پر افغانستان

يما بارز

د هند په پلازمېنه ډيلي کې، د اکاش واڼي (آل انډيا راډيو) پښتو څانگې يوې مرکې ته ور وبللم.

له ژمنې سره سم مې په ټاکلي وخت ځان سيمې ته ورساوۀ. د راډيو ودانۍ مخې ته چې له گاډي کوزېدم سترگې مې د خان عبدالغفار خان پر يوه لوى تصوير ولگېدې چې د انديرا گاندي، سوباش چندر بوس او د هند د تاريخ ځينو نورو مخورو څېرو تصويرونو په سر کې پر يوې دړې چاپ شوى و

محمد روښان ښاد

له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې موږ په رسنیو کې وینو چې هر ځل په هېواد کې د تروریستي ډلو له لارې په ترسره شویو بریدونو، چاودنو، جنایتونو او وحشتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ عام هېوادوال شهیدان او ټپیان کېږي، نو ځینې افراد او اشخاص د هغوی په اړه د تاسف او تاثر څرګندولو پرمهال د هغوی د بې ګناهۍ ثبوتونه وړاندې کوي

اېمل پیاوړی

پر کابل کانټیننټل هوټل برید د طالب له سویې څخه نهایت لوړ دی، ځکه د دغه وړ اهدافو ټاکل، بیا هغو ته ځان رسول او د دغسې وسلو او تجهیزاتو انتقال د استخباراتي سازمان او شبکې له فني او مسلکي همکارۍ، پلان، سلا او لارښوونې پرته هیڅ امکان نه لري

محمد روښان ښاد

د روان کال د سلواغې په لومړۍ شپه پلازمېنه کابل د تروریستي ډلو او د هغوی د ملاتړو له لوري د یو بل وحشت او جنایت شاهده وه، د شپې څه کم نهه بجې پر کابل کانټیننټل هوټل تروریستي برید چې پوره پنځلس ساعته یې دوام وکړ د ډېرو خوب او ارام ورڅخه واخیسته

ګل رحمن رحماني

ملي یووالی  د خلکو د مشترکو لومړیتوبونو او ارزښتونو لکه دين ، خاوره ، ملت ، ملي هويت ، ملي شخصيت ، سياسي او ملي برخليک ، اقتصاد ، ملي دود ، ملي تاريخ ، ملي قدرت ، ملي او سياسي ژوند ، ملي اړېکې او له ټولو مهم (مشترکه سياسي ټولنه) چې د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت کولی شي، ساتونکی دی

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې په هېواد کې روانې بدمرغې جګړې پېچلې استخباراتي بڼه خپله کړې او د پاکستان د ای ایس ای په ګډون د سیمې استخبارات په دغه جګړه کې مستقیم ښکېل دي. استخباراتي سازمانونه او شبکې ترهګر او وسله وال طالبان د خپلو پټو معلوماتو پرمټ په افغانستان کې پر نرمو موخو بریدونو ته لمسوي او د دې لپاره استخباراتي چلونه او مهارتونه هم ورښیي

محمد روښان ښاد

پاکستان د خپل پیدایښت او جوړښت له ورځې چندان افغانستان ته په زړه نه ده هواره او هر وخت یې چې وس او لاس بر شوی دی، نو افغانستان ته یې یوه ستونزه، مزاحمت او سرخوږی ایجاد کړی، مګر پر افغانستان د شوروي اتحاد د وسلوال یرغل پرمهال پاکستان ته دا چانس په لاس ورغی چې د افغان ولس له ناچاره، بدې او مجبوره ورځې څخه څنګه د ځان په نفعه او د افغانستان د بربادۍ لپاره ګټه واخلي

 اېمل پیاوړی

افغان دولت  په دې وروستیو کې له یوې خوا د خپلې بریالۍ او فعالې ډيپلوماسۍ له لارې پر طالبانو، ترهګرو او د هغوی پر ملاتړوکړۍ راتنګه او فشار زیات کړی او له بل لوري د هېواد اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو هغوی د جګړې په ډګر کې مات کړي. له همدې امله طالب او ترهګرې ډلې تر بل هر وخت زیات خپل زوال او تدریجي مرګ ته ورنږدې او په خپلو سترګو یې ګوري، ځکه یې نو د خپلې ماتې او زوال د پټولو لپاره طغیان ته مخه کړې

محمد روښان ښاد

افغان حکومت نړیوالو ته په کره اسنادو او شواهدو دا ثابته کړه، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کې نه یوازې د نړیوالې ټولنې صادق او ستراتیژیک ملګری نه دی، بلکې برعکس د ترهګرۍ ملاتړی او پالونکی دی.

نړیوال هم په دې پوهېږي چې پاکستان ورسره په غلطه روان دی، ځکه هم له دوی څخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پرېمانه مرستې او امکانات اخلي او هم دغه ترلاسه شویو مرستو یوه برخه بېرته د ترهګرو په تمویل او تجهیز لګوي

زیاتې مقالې …