ګل رحمن رحماني
وایي یوه ورځ چې په جنګ کې رسول الله د یو ماشوم جسد ولیده، نو له ډېرې اندېښنې یې سکوت اختیار کړ او بیا یې ویل، اې الله (ج) په انسانانو څه شوي چې ماشومان وژني؟
صحابه د هغه ماشوم نصب لټوي او پوښتنه یې کوي او بېرته رسول الله ته راځي او هغه ته وایي چې مه خپه کېږه هغه د یوې مشرکې کورنۍ ماشوم و، نو رسول الله په ځواب کی ورته وایي، نو د اسلام له دین دمخه تاسې د کومې کورنۍ غړي وئ ؟ تاسې څوک وئ ؟
خو ترهګرې ډلې بیا په لوی لاس زموږ معصوم ماشومان د خپلو بریدونو پرمهال په نښه کوي او پې برحمۍ یې شهیدانوي. د روانې بدمرغه جګړې اکثره قربانیان ماشومان دي، ترهګر په ډېره بې رحمۍ هغوی وژني، ښوونځي یې ویجاړوي، په روغتونونو او ښارونو کې یې په تروریستي