محمد روښان ښاد
پاکستان د خپل پیدایښت او جوړښت له ورځې چندان افغانستان ته په زړه نه ده هواره او هر وخت یې چې وس او لاس بر شوی دی، نو افغانستان ته یې یوه ستونزه، مزاحمت او سرخوږی ایجاد کړی، مګر پر افغانستان د شوروي اتحاد د وسلوال یرغل پرمهال پاکستان ته دا چانس په لاس ورغی چې د افغان ولس له ناچاره، بدې او مجبوره ورځې څخه څنګه د ځان په نفعه او د افغانستان د بربادۍ لپاره ګټه واخلي
.
پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپل بدنېت او ناوړه ارادې په اساس په لومړي سر کې افغانان په څو تنظیمونو ووېشل او بیا یې دغه تنظیمونه په خپلو کې دومره سره بدبینه کړل چې ان تراوسه هم یو د بل مخالف او بدبینه دي.
د دې ترڅنګ پاکستان د افغان کډوال او افغان مجاهد په نوم په نړۍ کې دومره بسپنه او امتیازات راټول کړل چې ځان یې ورباندې هم اباد کړ او هم یې د اټوم بم خاوند کړ، ځکه له افغان کډوالو او افغان مجاهدینو سره د نړیوالو مرستې به پاکستان ځانته زېرمه کولې او د هغو اندک برخه به یې پر تنظیمونو وېشله.
کله چې شورویان له افغانستان څخه ووتل، نو لومړی یې افغان تنظیمونه په افغانستان کې په خپلمنځي جګړو اخته کړل او د دوی پر مټ یې هېواد کنډواله کړ، ملي تاسیسات یې ونړول، اردو یې ړنګه کړه او د هغو تجهیزات یې ویجاړ او لیلام کړل، افغانستان یې له ناوړه برخلیک سره مخ کړ.
کله چې افغان جهادي تنظیمونه له کار او موډه ولوېدل، نو د هغو ځایناستي طالبان یې را پیدا کړل، طالبان یې په افغانستان کې واک ته ورسول او بیا چې کله امریکا متحده ایالتونو، طالبواکي رانسکوره کړه، نو پاکستان دوه ګټې وکړې، هم یې د طالب په چپه کولو کې له نړیوالې ټولنې ډېر زیات مالي امتیازات واخیستل او هم یې په پټه له طالبانو سره اړیکې وپاللې او هغوی ته یې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړل، هغوی یې ورزول، مجهز یې کړل او بېرته یې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او افغانستان پر ضد وجنګول.
پاکستان په دومره مهارت خپله دغه دوه مخې لوبه پر مخ وړله چې نړیوال او د افغانستان تېر حکومتونه ورباندې پوه نشول، خو د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د پاکستان له دغې دوه رنګۍ څخه پرده پورته کړه او هغوی یې په نړیواله کچه رسوا او بې پردې کړل.
اوس چې پاکستان د خپل ځان د سپیناوي لپاره څومره چغې وهي او هلې ځلې کوي، نو ځکه نتیجه نه ورکوي چې افغانستان د دوی د رذالت او د ترهګرۍ د پالنې په اړه ډېر کره او پوره شواهد لري، داسې شواهد چې هم یې نړیوال قانع کړل او هم پاکستان ورڅخه مخ نشي اړولی، مګر د دې باوجود هم پاکستان لا په غلطه روان دی.
پاکستان لا هم طالب وسله وال او ترهګرې ډلې د افغانستان په ښارونو کې د ملکي هدفونو په نښه کولو ته لمسوي او فکر کوي چې له دې لارې به پر افغان ولس او حکومت فشار زیات کړي او د نړیوالو له خوا پر دوی وارد شوی فشار به کم شي، مګر باور مې نشي چې د پاکستان دغه غلط دریځ دې د دوی لپاره په دې برخه کې کومه ښه پایله او ګټه ولري.