اېمل پیاوړی
هغوی چې قانون ته سر نه ټیټوي او لا هم د زورواکۍ او بغاوت خوبونه ویني او غواړي چې د قدرت بېلابېلې جزیرې جوړې کړي، نو حکومت دې د هغوی په منزوي کولو، بې واکه کولو او حتی ځپلو کې له جدیته کار واخلي.
ولس د قدرت د جزیرو او زورواکو سخت مخالف دی، ځکه همدغو خپلسرو زورواکانو له څو لسیزو راهیسې ولس په بېلابېلو ځورونو، جنایتونو او وجشتونو سره تر پوزې رسولی دی. تر څو چې دغه د قدرت جزیرې او زورواکي په قدرت کې وي، نو تر هغو ولس د ارامۍ احساس نه کوي
.
حکومت ته ښایي د هغوی پر وړاندې چې د حکومت له منځ څخه بغاوت ډوله غږ پورته کوي د هېواد له قوانینو سره سم مجازات کړي. که حکومت د دوی پر وړاندې نرمښت وښیي او یا بې تفاوته شي، نو باور دی چې پر حکومت د ولس باور به سخت متضرر کړي.
عطا محمد نور چې ځانته د شمال د امپراتور خطاب کوي او حکومت یې له دندې د ګوښه کولو اعلان وکړ، مګر نوموړی هره ورځ په رسنیو کې د حکومت ضد ویناوې کوي. خپله منفکي د هیچا صلاحیت هم نه بولي او وایي چې هیڅوک یې له دندې نشي لیرې کولی. دا موضوع حکومت ته حیثیتي بڼه لري، که چېرې نوموړی پر خپل ځای پاتې شي، نو نه یوازې دا چې پر حکومت به د خلکو اعتماد کم کړي، بلکې په نورو سیمو کې به هم دغسې بغاوتونو او قانوني سرغړونو ته زمینه برابره کړي.
دا دی دوه اونۍ وروسته د عطا محمد نور په څېر د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم وویل چې دی د کندهار خلکو ټاکلی او هیڅوک یې له دندې څخه نشي لیرې کولی. حتی نوموړي دا هم وویل چې اوسنی حکومت قانوني او مشروع حکومت نه دی او نه هم د ټاکنو په اساس رامنځته شوی، بلکې د جوړجاړي په اساس رامنځته شوی دی.
د حکومت د برحال امنیه قوماندان په توګه د جنرال رازق څرګندونې زهرجنې دي، ځکه د هېواد د قوانینو په اساس هیڅ نظامي مسول او منسوب په سیاست کې د مداخلې حق نه لري، مګر دلته وینو چې جنرال رازق بېخي د حکومت طرف واقع کېږي او د حکومت مشروعیت تر پوښتڼې لاندې راولي.
د افغانستان د ثبات او بقا لپاره دعطا محمد نور او جنرال رازق په څېر باغیان حتی تر وسله والو مخالفینو او تروریستي ډلو ټپلو هم خطرناک واقع کېږي، ځکه دا د لستوني ماران دي چې هره شیبه ورڅخه د خطر احساس موجود دی.
د دغو مارانو چاره پکار ده، ځکه دوی نه ولسي رېښه لري او نه هم ښه سابقه، ولس تر هرڅه لومړی د دغو افرادو، ډلو او ټپلو محوه کول غواړي. حتی که نور نه وي له واکه باید وشړل شي، تر څو د حکومت امکانات د حکومت پر ضد ونه کارول شي.
د حکومت مشرتابه ته ښایي چې د دوی پر وړاندې اوسنی سکوت، بې تفاوتي او نرمښت ته د پای ټکی کېږدي او جدي اقدام وکړي، کنه خدای مکړه هېواد به یو ځل بیا د کورنیو جګړو بدو تجربو ته ور ستون شي.