که طالبانو او داعش د ځینو امریکایي سرچینو په وینا، افغان دولتي نظام په پوځي ډګر کې له بن بست سره مخ کړی، په ورته وخت اسلامي جمعیت په کور دننه د دولت د بدلون او سمون هڅې شندې کړي او په دې وروستیو کې يي پخپلو لنډه غریوعامه نظم او اداره له سخت بن بست سره مخ کړې ده.
که طالب او داعش له بهر لوري د هېواد نظم، امنیت او دولتي واکمني ګواښوي؛ اسلامي جمعیت لکه مضر حشرات له دننه نظام خوري، هغه ريښې ټینګولو او پیاوړتیا ته نه پریږدي او په حقیقت کې دوی درېواړه د یوې سېکې بېلابېل مخونه دي!
که په ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو کې د کابلښار د کنډوالې او د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې او وروسته بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د اسلامي جمعیت او د دوی د خواخوږو د ورانکاریو لیست یوخوا ته کړو؛ دې ډلې خپلو توطیو او تباهیو ته هغه مهال لا زور ورکړ چې د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې یقیني شوه چې ولسمشر اشرف غني ټاکنې وګټلې.
لومړی دې ډلې غوښتل د منتخب ولسمشر په وړاندې د لويي جرګې په خیمه کې عبدالله عبدالله ته د موازي حکومت په نوم د دوهمې سقاوۍ پګړۍ ورپرسر کړي او په عمل کې یو ځل بیا د نوې یمې لسیزې کورنیو جګړو او یا د ۱۹۲۸ کال د بچه سقاو د مهال اړودوړ او بغاوت ته هېواد ورټېل وهي، خو په هېواد او نړۍ کې نویو حالاتو هغه شېبه د دوی تګلار شنډه کړه او د موازي حکومت توطیه يي نورو وختونو او مناسبو فرصتونو ته خوندي وساتله.