دمقالی لیکونکۍ : جک جانسن )Johnson Jack )
منبع او دخپریدو نیټه : کمان دډریم »20-20-0202 )
ژباړونکۍ : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
ددونا لد ترومپ سره دایریک پرنس مخکیني اړیکۍ اودهغه سپا ریښتني کوالی شی چي پر ترومپ با ندي یو څه اغیزي وغورځ ایریک پرنس )Prince Erik )دبلیک واټر موسس سره له دی چي ایریک پرنس د خصوصی قراداد یا نوسره په ناوړو جنا یا تو کي اوږد ریکارد اوسا بقه لری ،هغه په دي با وردی چی دوي با ید په افغانستان کی پیا وړی حضور ولري .
سپیني خبرې او شریری څیرې
کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم.
هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل:
کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟
په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ټیکاواود مرورو وروڼو سره دپخلاینې جرګه.
هغه د ده په څنګ کې چلم ته اورلګیت ولګاوه او له چلمه یې شنه دودونه پورته کړل اود هغه سره جوخت یې راته وویل:
عدالتخواهی وتحصن،انتحارو مراسم تدفین بازی پشت بازی
انجنیرعبدالصبورصافی
باوجود اینکه توافق کلی در تعریف عدالت اجتماعی وجودندارد طراحی و اجرای نظام حقوقی به گونهٔ که هرکس به حق عقلانی اش برسد ودر مقابل آن حقوق و وظایفی را انجام دهد یا مسئولیت و عواقب تخلف ازآن را بپذیرد عدالت اجتماعی گفته میشود، عدالت دراصطلاح فقهی صفت کسی است که گناهٔ کبیره نکند برگناهٔ صغیره اصرار نورزد ودر لغت به معنی انصاف، تساوی، مساوات، درستی وحقانیت است، ازنظراسلام عدالت اجتماعی نیز ازجایگاهٔ والای برخورداراست فیلسوفان سیاسی مسلمان از جمله فارانی، ابن سینا بلخی و خواجه نصیرالدین طوسی عدالت اجتماعی را مورد توجه خاص قرار داده اند چنانچه خواجه نصیرالدین طوسی درمورد عدالت میگوید:
«عدالت آن است که هر صنفی از جایگاه مستحق خود منحرف نشده و به دنبال غلبه بر صنوف دیگر نباشد چون این امر منجر به انحراف مزاج از اعتدال و منجر شدن امور اجتماعی به فساد میشود».
غني چا د پاکسان غوښتنو ته تسليم کړ؟
په داسې حال کې چې افغان حکومت په ځلونو په ټينګار سره ويلي چې که پاکستان هغه وسله والې ډلې ونه ځپي چې سوله نه غواړي، نو افغان پلاوی به په نورو څلور اړخیزو غونډو کې ګډون ونه کړي؛ يو ځل بيا يې له پاکستان د په ټپه درېدلو څلور اړخېزو غونډو په بيا پيل موافقه کړې ده. ولسمشر غني د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون پر مهال له نواز شريف سره د ليدنې په ترڅ کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه.
دلته په افغانستان کې خلک د ولسمشر له دغې پرېکړې ناخوښ بريښي او د څلور اړخيزو غونډو پر بيا پېل نيوکې کوي. خو اساسي پوښتنه دا ده، په داسې حال کې چې پاکستان اوس منزوي شوی او تر نړيوال فشار لاندې دی؛ څنګه ولسمشر غني ورسره د خبرو په بيا پيل موافقه کړې ده؟ په داسې حال کې ولسمشر په ځلونو ويلي چې له پاکستانه سوله نه غواي، نو بيا ولې د افغان سولې تر نوم لاندې د څلور اړخېزو غونډو په بيا پېل يې موافقه وکړه؟ آيا ولسمشر د پاکستان په سياست کې بدلون او نیت کې
کب له سره خوسا کیږي
دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر هغوویاړي.نړۍ اوله نیکه مرغه زموږلرغونۍ هیواد افغانستان داسې وړ اودرنې سټي ډیرې لري چې زموږ دګډ افغاني تاریخ ښکلا اوځلاده.دوی تلپاتې ژوندي دي .فزیکي نه شتون یې معنوي شتون هڅکله هم نه شي وژلی.
اوکه چیرې دهیواد دهغو واکمنانواوچارواکو چې د خپل ولس اوملت په وړاندې یې خپل وړاوکاري مسوولیت اوملي دېن نه وي ترسره کړی ،شهامت اودرایت یې هیرشوې اوپه ورځ چارو لوبواوناغیړیویې دخپل ولس په سترګو
د بربادۍ نوې څپه؛ جنګ ته قومي او مذهبي رنګ ورکول کيږي!
د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريدګر هڅه کوله چې جومات ته ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله، په دې مهال يو ځانمرګي ځان والوزاوه او ورسره په یو وخت وسله واله نښته هم پیل شوه. دویم ځانمرګی د جومات پخلنځي ته ننوت او همالته یې ځان الوزولی دی. برید په داسې وخت کې وشو چې خلک په الزهرا جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول. پر دغه جومات پخوا هم بمي برید شوی و چې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي ول.
لسيزې کيږي چې افغانستان د پردۍ، پليتې او پيچلې جګړې ښکار دی. کلونه کيږي چې افغانستان او افغان ولس د جګړې په لمبو کې لکه وچ لرګي سوځيږي. له کلونو راهيسې دلته افغان وژنه روانه ده او هڅه کيږي څو افغان ولس ذليله، بدبخته او د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شي. دا د افغانانو د دښمن پلان دی چې په هره بڼه وي افغان ولس وځپل شي او افغانستان د نړۍ تر ټولو بدبخته هيواد پاتې شي.
له پوهې لرې او په جګړه کې ښکېل ولس!
لیکوال: نجیب الله پاڅون
دا ښکاره خبره ده چېرته چې جګړه وي هلته به د پوهې راتګ ناشونی وي. جګړه، ناامني، بې اتفاقي، تاوتریخوالی، تشدد، زورواکي، او ناپوهي هغه شومې او ناوړه پدېدې دي، چې پښتون ولس ورسره مخ دی. دغو بدبختیو پښتون ولس په خپلو لومو کې راګیر کړی او هر څه یې ترې اخیستي. د خواشینۍ ځای دا دی چې په زیاتو بې اتفاقیو او ناامنیو کې په خپله د ځینو پښتنو لاس دی او دوی د پردیو بادارانو د خوشاله کولو په موخه خپل ولس تورتم کې ساتلی دی. که چېرته موږ خپل چاپېرچل ته وګورو د پښتنو په سیمو کې به داسې پېښې ووینو، چې ډېرې به یې د حیرانۍ وړ وي. د پښتنو په ځینو کورنیو کې له ښځو سره تاوتریخوالی، مذهبي افراطیت، خپل منځي شخړې، بې اتفاقي او زور زیاتی هغه څه دي، چې تر اوسه یې ځینې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي دي. نور قومونه تل د پوهې، تعلیم، پرمختګ او هوساینې په لټه کې دي؛ خو پښتانه بیا د جګړې، جهاد او افراطیت شوقیان دي .له ښاریه و څخه لرې سیمې په کومو کې چې پښتون قام میشت دی، دوی اوس هم په دې فکر کې دي، چې د ملي اردو عسکر، سیمیز پولیس به شهید وي او که مردار؟ که هر څومره دې ولس ته وویل شي او د
کابل ـ اسلام اباد ـ بيجينګ مثلث
چين ولې غواړي د افغانستان او پاکستان منځګړيتوب وکړي؟
وروسته له هغې چې افغان ولمسشر غني څو ورځې وړاندې د شانګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کي د چين د خلکو له ولسمشر شي جینګ پينګ او د پاکستان صدراعظم نواز شريف سره وکتل؛ چين له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې چې د کابل او اسلام آباد د کړکيچنو اړيکو د بيا رغولو لپاره منځګړيتوب کوي. په دغه کتنه کې د چين ولسمشر د کابل او اسلام د اړيکو رغولو ژمنه وکړه او د پاکستان صدراعظم يو ځل بيا د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنې وکړې. اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د افغانستان — پاکستان — چين ناستې ته د لارې هوارولو په موخه کابل ته راشي.
اساسي پوښتنې دا دي چې چين ولې غواړي د کابل او اسلام آباد کړکېچنو اړيکو په رغولو کې منځګړيتوب وکړي؟ او د کابل او اسلام اباد اړيکو په رغولو کې د چين ګټه څه ده؟
د کابل ـ اسلام آباد اړيکو رغول د چين لپاره خورا د اهميت وړ دي ځکه چې:
جنبش های «تغییر»؛
محمد عالم افتخار
نیروی محرکهء تکامل تاریخ و ترقی انسانیت است!
میدانم خیلی ها از این عنوان گرفتار تعجب میشوند؛ چرا؟
نخست به دلیل اینکه آنان با مقولات و ترمینولوژی مشکل دارند.
دوم اینکه سیر زنده گانی بشری را؛ منحیث مراحل دایماً تحول یابنده و تکامل پذیر مد نظر گرفته نمیتوانند و چه بسا آنرا در معاق سکون و رکود و جمود دایمی تصور کرده تغییر و تحول را «شر و آشوب» می پندارند و یا هم خیال میکنند «دوران های طلایی بشریت» در گذشته و عصر این و آن «سلف» محترم و مقدس بوده است و تغییرات حادث شده در جوامع؛ چیز های قهقرایی و ضاله استند!
اینجا بدون اینکه وارد جدال منشاء انسان و فرگشت و تطور و تکامل فیزیکی و اجتماعی و فرهنگی میلیونها ساله همنوعان مان شویم؛ فقط بر این حقیقت مسلم تکیه می کنیم که اصل «تغییر» در زنده گانی بشری محقق است نه اصل سکون و رکود و جمود!
اگر تغییر و پویایی در حیات عمومی بشری؛ اصل نمی بود؛ هنوز آنچه که موجود دوپا روی زمین است؛ مانند آدم های اولیه بر جا میماندند مثلاً در حالتی از حالات عصر تاریخی ی حجر.
اگر تغییر و پویایی در حیات آدمیزاده گان اصل نمیبود؛ هنوز همه مردان مانند «هابیل»؛ عاجز از دفاع جان و مانند «قابیل» نادان تر از زاغ؛ می بودند (طبق قرآن)؛ و یا همانند دیگر طرفه های اساطیری در کتب مقدسه.
نيږدې ګاونډی او ليرې دوست
پاکستان ولې د افغان ـ هند سوداګرۍ مخالفت کوي؟
په داسې حال کې چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هندوستان له سوداګري راکړو ورکړو سره مخالفت کوي؛ هند او افغانستان په خپل منځ کې د هوا له لارې د سوداګرۍ پرېکړه وکړه. د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو په وسیله د سوداګري راکړو ورکړو دهلېز سر له نن ۱۳۹۶/۳/۲۹ څخه پرانستل شو. په افغانستان کې د هند سفیر د دې دهلېز د پرانستل کېدو په درشل کې وویل، په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته تشدد او جنګ صادروي، هند له افغانانو سره د هغوی د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د سوداګرۍ یو تړون لري چې په اساس به یې د افغان ـ هند ترانزیټ د پآکستان له لارې کیږي، خو پاکستان تل په دغه تړون سترګې پټې کړي او همېشه هيڅکله يې د پاکستان له لارې د هندوستان سوداګريزو توکو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته وارد شي. افغانستان په سيمه کې د خپل جغرافيبوي موقعيت له مخې ټولې نړۍ ته د ارزښت وړ دی ځکه که هڅه وشي افغانستان د مرکزي اسيا د پیوستون د ټکي په توګه ثابتيدای شي
ولسمشره زما اتل یې، زما ورک غازي امان الله خان یې!
نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
ولسمشره درې شلي او لس کلن شي، د ولس د زړه خبره دي وکړه، موږ درسره ولاړ یو، موږ دې ملاتړې یو، موږ دي عسکر او ملګري یو، موږ دي امر منلو ته حاضر یو.
خو! ژمنه وکړه، چې قول او عمل به دې یو کوې، په خبره به دي دریږې، شاته کیږي به نه، ولس ته به دوکه نه ورکوي.
ډیر خوشاله شوم چې ستاسي له خولې اورم چې وايې د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نيمګړی فصل به بشپړ کوم، موږ دې په پوره امانت دارۍ ملګري یو.
خو! د افغانستان او نړۍ تاریخ لیکي چې غازي امان الله خان له انګریز ښکېلاک څخه ازادي واخیستله، او بیا یې له هیواد د انګریز پوځ د ایستلو لپاره جهاد اعلان کړ، افغان ولس ورته د غازي لقب ورکړ. غازي امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم د خپلواکۍ اعلان وکړ، د وطن خپلواکۍ غازي هرې ستونزې او ننګونې منلو ته چمتو کړی و.
د حکومت مشره! تاریخ لیکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي، د اوسني ولسمشر غني، د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني، د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي، د شمال ټلوالي د ګردو مشرانو او قومندانانو او ځینو نورو افغان مشرانو په ملګرتیا او غوښتنه امریکایې پوځیان افغانستان ته راوغوښتل شول، او افغانستان يې د بهرنیو پوځیانو په واک کې ورکړ.