ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی.
ټاکل شوې چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د غړو هیوادونو په ګډون دوه ورځنی کنفرانس د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۱(مرغومې ۲۲) د پاکستان د حکومت په کوربتوب پیل شي.د ځینو نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره نن د جمعې په ورځ اسلام اباد ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې؛ ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه کنفرانس چې د سعودي عربستان د خیر ښګیڼې د ادارې "رابطه عالم اسلامي" په نوښت جوړیږي به د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په وینا د شنبې په ورځ پرانیستل شي.
د عرب نیوز خبري اژانس د جمعې په ورځ جنورۍ لسم ( مرغومې ۲۱) د راپور له مخې د شنبې او د یکشنې په ورځو په دغه دوه ورځیني کنفرانس کې به د ۴۷ هیوادونو ۱۵۰ استازې، کارپوهان او دیني عالمان ګډون وکړي.
دغه خبري اژانس د پاکستان د مرکزي حکومت د پوهنې د وزیر خالد مقبول صدیقي له قوله ویلي چې په دې کنفرانس کې به په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ننګونو ته د حل موندلو په لارو چارو خبرې وشي.
په عین وخت کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو د حقونو فعالې ملاله یوسفزۍ ویلي چې دغه کنفرانس ته به په وینا کې د طالبانو له خوا د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو د بندیز پر لګولو باندې هم وغږیږي.
ملالې ویلي: "زه ډیره لیواله یم چې په ټوله نړۍ کې اسلامي مشرانو سره یوځای د نجونو د زده کړو په اړه په یو حیاتي کنفرانس کې ګډون کوم. زه به د یکشنبې په ورځ ښوونځیو ته د تللو لپاره د ټولو نجونو د حقونو د ساتنې په اړه او دا چې ولې مشران باید طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو له امله حساب ورکولو ته حاضر کړي خبرې وکړم".
ځينو سرچينو پاکستانيو رسنيو ته دا ويلي دي چې ددغه کنفرانس یو مهم هدف په افغانستان کې د طالبانو پر موقت حکومت فشار راوستل دي چې د نجونو په زده کړو په لګول شویو بندیزونو له سره غور وکړي.
افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه پکې منع شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی. .
دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت دې کنفرانس ته بلل شوی او که نه، خو یو پاکستاني چارواکي وړاندیز کړی چې طالبان باید په دې کې کنفرانس کې برخه واخلي ځکه چې د طالبانو ګډون به لږ تر لږه د دوی د سختو تګلارو په اړه د اسلامي نړۍ ليدلوری دغې ډلې ته څرګند کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د واک ترلاسه کولو وروسته، په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ او تر هغه څه باندې یو کال وروسته یې تر "امر ثاني" پورې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې.
طالبانو په پیل کې دغه محدودیتونه موقتي بلل، خو درې کاله وروسته، نه یوازې دا بندیزونه پر خپل حال پاتې دي، بلکې نور هم پراخ شوي دي.
څه باندې يوه مياشت وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې پر زده کړو هم بنديز ولګاوه، چې دغه اقدام په هيواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.
ملګرو ملتونو تر دغه بنديز وروسته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هيواد کې موجود "خراب بشري کړکېچ لا خراب کړي".
په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو کنفرانس سبا اسلام اباد کې پیلیږي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode