طالبان: افغانان د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنایتونو غرامت غواړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو 'اېس‌اې‌اېس' د جنګي جرمونو د ادعاوو د څېړنو په غبرګون کې ویلي، 'افغانان د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنایتونو غرامت غواړي.
د افغانانانو پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو جنایتونه د یو فرد کار نه؛ بلکې دا یو پلان شوی عمل و'.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،‌ په افغانستان کې تېر شل کاله د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال د بریتانوي ځواکونو له لوري د افغانانو د وژلو په اړه ترسره شویو څېړنو ته په اشاره ویلي، افغانان به په یوه مناسبت وخت کې د یو منظم پلان له مخې د خپلو حقونو غوښتونکي شي.
ښاغلي مجاهد د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې ددغو جنایتونو ترسره کوونکي مکلف دي چې افغانانانو ته غرامت ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د بشري‌ حقونو ادارو په وینا، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله پورې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلو ټولو غاړو ملکیانو ته تاوان رسولی دی.
"د بریتانیا ځانګړي هوايي ځواک افغانستان کې له وژنو د تېښتې "طلايي اجازه" درلوده"
د عکس تشریح،د بریتانیا ځانګړي هوايي ځواک د جګړې پرمهال له افغان ځانګړو ځواکونو سره ګډې شپنۍ چاپې اچولې.
'افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه دې عاجلې څېړنې وشي'
وړاندې، د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس‌اې‌اېس) یوه پخواني لوړپوړي افسر افغانستان کې د جنګي جرمونو ادعاوو د عمومي څېړنو په ترڅ کې ویلي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو "طلایي یا ځانګړې اجازه درلوده چې له وژنو ځان خلاص کړي".
دغه تور د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه پلټې له‌ خوا خپور شو، چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو له غړو سره د تړلو دروازو تر شا اوو غونډو غورچاڼ ګڼل کېږي.

دغه افسر، چې د بریتانیا د ځانګړو سمندري ځواکونو د ځانګړو کښتيو څانګې پخوانی مشر او له هغو څو لوړپوړو افسرانو و چې په ۲۰۱۱ کال کې یې اندېښنه ثبت کړې وه چې ځانګړي سمندري ځواکونه کسان اعداموي او وژني او بیا یې د پټولو هڅه کوي.

دا پلټنه چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ مو کلونو ترمنځ د بريتانيا ځانګړوځواکونو له لوري د شپنيو چاپو ارزونه کوي، د بي بي سي پانوراما پروګرام کلونو راپورونو وروسته راځي، چې د بريتانيا ځانګړو ځواکونو له لوري د وژنو او بيا پټولو کړو وړو په اړه یې کړي وو.

په هغه وخت کې دغه افسر په یوه برېښنالیک کې لیکلي وو چې د بریتانیا ځانګړي ځواکونه او د وژنې جرم دوه "نه بېلېدونکي ملګري" وو او د دغه ځواک له لوري يې د عملیاتي وژنو رسمي څرګندونې په بشپړ ډول "د نه باور وړ" بللې وې.

کله چې د تړلو دروازو ترشا غونډو کې وپوښتل شو چې دی اوس هم پر دې ادعا ټینګار لري چې د یادو ځواکونو کړنې وژنې وې، ده وویل: "طبعا" وې.

کله چې د پلټنو وکیل پر هغه فشار راوړ او ویې پوښت چې ولې یې په ۲۰۱۱ کال کې خپلې اندېښنې د قوماندې لوړو چارواکو سره نه وې شريکې کړې، ده ویل دا چې هغه وخت يې څه نه وو کړي، له کبله یې اوس پېښمانه دی. ده ومنله چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو مشرتابه کې "یوه لویه ناکامي" وه.

د ځانګړي سمندري ځواک عملیاتو دغه پخوانی مشر د ځانګړو شاهي سمندري ځواکونوغونډ له څو جګپوړو افسرانو و، چې په ۲۰۲۴ کال کې يې دغې پلټنې ته د تړلو دروازو تر شا غونډو کې د بېلګې وړاندې کړې وې.

یوازې د څېړنډلې او د بريتانيا د دفاع وزارت استازو ته اجازه ورکړل شوې چې په تړلو غونډو کې برخه واخلي. عامو خلکو، رسنيو او د مړو شویو کورنیو وکیلانو اجازه نه لرله چې ګډون په کې وکړي.

د چارشنبې پر ورځ خپاره شوي مواد د دې غونډو د ګواهیو لنډیز وړاندې کوي. دغه اسناد، چې سلګونه پاڼې دي، په ۲۰۰۹ کې افغانستان ته د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د رسېدو او د طالبانو په نښه کولو او د دوی د عملیاتو څرنګوالی روښانه کوي.

د دغو ځواکونو لوړپوړو افسرانو پلټنې ته خپله ژوره اندېښنه ښودلې هغو ځواکونو چې تازه د عراق له چټکو او سختو عملیاتو راستانه شوي وو، د وژنو شمېر له مخې هڅېدلي و – یعنې د کسانو شمېر چې دوی په هرو عملیاتو کې وژلی شوی.

له یوه بل لوړپوړي افسر چې بېلګې یې وړاندې کړې، وپوښتل شول چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ځانګړو ځواکونو له قضايي سیستم بهر وژنو په اړه لا هم خپلې اندېښنې لري؟

هغه وویل: "ما فکر کاوه او اوس هم فکر کوم چې لږترلږه په ځینو عملیاتو کې [ځانګړو ځواکونو] وژنې کولې."

ایا بریتانوي پوځیانو هلمند کې بېګناه افغانان وژلي وو؟

د عکس تشریح،د بریتانیا ځانګړی هوايي ځواک په ۲۰۰۹ کې افغانستان ته واستول شو
په ۲۰۱۱ کال کې، هغه مهال چې افغان جګړه په اوج کې وه، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو دوه افسرانو د پټو خبرو لپاره د ډورسېټ ښار په یوه پب (شرابخونه)کې سره ولیدل.
دې افسرانو وېره درلوده چې د بریتانیا ځینو خورا ماهرو پوځیانو په ناقانونه توګه د بې وسلې کسان د وژلو قصدي پالیسي خپله کړې وه.
اوس داسې شواهد رامخې ته شوي چې د دې افسرانو دا وېره سمه ثابتوي.
دا افسران د هلمند د ګردونو او خطرونو نه زرګونه میله لېرې په بریتانیا کې ناست وو.
یو یې په هماغو وروستیو کې د افغانستان له جګړې بېرته بریتانیا ته راستون شوی و.
د ده تر قوماندې لاندې پوځیانو ویلي وو، داسې یې حس کوله چې د بریتانیا ځانګړي ځواکونه افغانستان کې قصدي وژنې کوي.
د بریتانیا پخوانی دفاع وزیر د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو قانون په اړه پوښتل کېږي
افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو '۹ کسان د خوب حالت کې وژلي'
بریتانیايي ځواکونه افغانستان کې
د برتانیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه یوې څېړنې په ډاګه کړې چې لوړ پوړو افسرانو یې په افغانستان کې د دغه هېواد د هوايي ځواک له خوا د "عمدي وژنې" په اړه شک درلود، خو شواهد یې پټ کړي وو.
د وژل شویو د کورنیو لپاره یوه وکیل وویل چې په ځینو مواردو کې دوی هېڅ نه دي کړي او په نورو کې یې "د کافي تحقیقاتو د مخنیوي هڅه کوله".
هغه وویل چې داخلي برېښنالیکونو د برتانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د شپې د عملیاتو په اړه د رسمي راپورونو په اړه "بې‌باوري" ښودلې چې افغانان پکې وژل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۹مه) راپور ورکړل شو، چې په خپلواکو څېړنو کې ویل شوي چې برتانوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د شپې په عملیاتو کې نهه کسان "چې په بسترو کې (د خوب پرمهال) پراته وو" وژلي.
د دوی د کورنۍ غړي وايي چې وژل شوي ملکي وګړي او بې وسلې وو. د برتانیا هوايي ځواک ادعا کړې وه چې دا یو دفاعي اقدام و.
د بريتانيا حکومت دا څېړنه وروسته له هغه اعلان کړه چې د بي بي سي "پانوراما" په ډاګه کړه چې د هوايي ځواک ځانګړې قطعې د شپږ مياشتني ماموريت په ترڅ کې ۵۴ افغانان په مشکوکو حالاتو کې وژلي دي.
د تحقیقاتو په ورته وخت کې، د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د لندن د سلطنتي محکمه کې د "ځینو" غیر قانوني وژنو د ترسره کولو لپاره د شپې له خوا د "ناسمې ګټې اخیستنې" په تور تورن شول چې په ښکاره ډول وروسته پټ شوي وو.
بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه دې عاجلې څېړنې وشي
د بښنې نړیوال سازمان د بي بي سي له هغه څېړنیز راپور وروسته چې وایي د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په پرله پسې ډول د مشکوکو حالاتو پر مهال افغانستان کې بندیان او بې وسلې سړي وژلي، د دغو ځواکونو لخوا د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو په اړه د عاجلو څېړنو غوښتنه کړې.
د دغه سازمان د سویلي اسیا د څانګې څېړونکي زمان سلطاني ویلي:
"د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریتانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کارنده او رڼې څېړنې غواړي، چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشي."
هغه زیاته کړې "د بي بي سي موندنې وېرونکې دي او په ډېر څرګند ډول د هغو بریتانوي ځواکونو چې افغانستان کې یې فعالیت کاوه، له مجازاتو د معافیت او نه ځواب وینې، هېښوونکې کچه ښيي."
د بښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې چې د بي بي سي لخوا یوې تازه ترسره شوې څېړنه وښوده چې د بریتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) افغانستان کې په پرله پسې توګه د مشکوکو حالاتو پر مهال بندیان او بې وسلې سړي وژلي دي.‌
د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونه سرتېري د بریتانیا له 'بې وفايۍ' وروسته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي
د ۲۰۲۳ ډسمبر کې بي‌بي‌سي ته مالومه شوې شاوخوا ۲۰۰ افغان ځانګړي ځواکونه چې بریتانویانو روزلي او مالي ملاتړ یې کاوه، د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان ته د ستنولو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دا شمېرې د افغان ځواکونو د یوې شبکې له خوا راټولې شوې دي. د بریتانیا یو پخوانی پوځي جنرال وايي، له دغو افغان ځواکونو سره "خیانت" شوی او "شرم" یې بللی دی.
دغه ځواکونه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته وتلي چې اوس افغان کډوال بېرته ستنوي. بریتانیا وايي، زرګونه افغانان یې بریتانیا ته د خوندیتابه لپاره راوړي دي.
د بریتانوي ځواکونو پخوانی جنرال ریچارډ بارنس چې په افغانستان کې یې ۱۲ کاله دنده ترسره کړې، بي‌بي‌سي ته وویل بریتانیا ته د دغو ځواکونو په را ایستلو کې پاتې راتلل "د شرم وړ خبره ده، ځکه له دې دا په ډاګه کېږي چې یا موږ دوه مخې یوو او یا یې هم د یوه هېواد په ډول یې وړتیا نه لرو."
نوموړی وايي "یو یې هم د منلو نه دی، دا خیانت دی او د دې خیانت بیه به هغه خلک پرې کوي چې موږ سره یې خدمت کړی، هغوی به یا مري او یا به ژوند په زندان کې تېروي."
په ۲۰۲۱ کال کې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر بورېس جانسون پارلمان ته د دغو ځانګړو افغان ځواکونه خدمتونه "خورا مهم" یاد کړل او ویلي یې وو چې بریتانیا به یې د "خوندیتوب" لپاره هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي.