ټرمپ د واک په لومړۍ ورځ ګڼ شمیر اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه جنوري ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) سپینې ماڼۍ ته د تګ سره سم د کډوالۍ، سرحدي امنیت، نړیوالو ادارو او تړونونو کې د امریکا ګډون او یو شمیر نور نړیوالو او داخلي مسایلو په هکله اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.

د ښاغلي ټرمپ په اجرائیوي فرمانونو کې په "منطقي توګه د کډوالۍ پالیسۍ"، د مکسیکو- متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره د بیړني حالت اعلان، همدې سرحد ته د وسله والو ځواکونو استول، د سرحدي دیوال رغول او د یو شمیر ماشومانو لپاره چې په متحده ایالاتو زیږیدلي دي، په اتوماتیکه توګه د تابعیت ورکولو حق پای ته رسول شامل دي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د اجرائیوي فرمانونو د لاسلیک کولو پر وخت د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل او د جو بایډن په حکومت یې تور ولګاوه چې د بهرنیو هیوادونو سرحدونو د دفاع لپاره بې اندازې بودیجه ورکوي خو د امریکا د سرحدونو له دفاع انکار کوي.

نوي جمهور رئیس ژمنه وکړله چې د مکسیکو – امریکا په جنوبي سرحد کې به د "ملي امنیت او عامه خوندیتوب بحران" حلوي.

ډونالډ ټرمپ په خبري کنفرانس کې وویل، چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو بیا میشت کیدو پروګرام بندوي. هغه پخپلې لومړۍ دورې کې هم د قانوني کډوالو راتګ کم کړی و او په ۲۰۲۱ کال کې یې دا شمیر یوازې ۱۵ زرو ته راټیټ کړی و.

د نا قانونه کډوالو په هکله د ټرمپ په یو فرمان کې سرحدي پولیسو ته واک ورکړل شوی چې ټول هغه کډوال په سمدستي توګه بیرته وشړي چې امریکا ته په غیر قانوني توګه داخلیږي او اجازه به ورنکړل شي چې خپله قضیه د پنا اخیستو افسر سره شریکه کړي.

تر دې وړاندې چې هر څوک متحده ایالاتو ته راتلل، د کډوالو په موقتي کمپونو کې ساتل کیدل او تر څو یې چې په دوسیې کار کیده، په امریکا کې د پاتې کیدو حق یې درلود.

د همدې اعلان څخه سمدستي وروسته د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب ادارې پخپل ویب سایټ کې ولیکل چې دا اداره تر دې وروسته د CBP One اپلیکیشن څخه کار نه اخلي. دې اپلیکیشین امریکا ته په قانوني توګه د ۱ میلیون وګړو په راتګ کې مرسته کړې وه.

سره لدې چې د متحده ایالاتو اساسي قانون له مخې هر څوک چې په امریکا کې زیږیږي، په اتوماتیکه توګه ددې هیواد تابع بلل کیږي خو ټرمپ په اجرائیوي فرمان کې دا حق لغوه کړ او ښایي چې دا اقدامات د ګڼ شمیر سیاسي او حقوقي ستونزو سره مخ شي.

د کډوالو او مدني آزادیو یو شمیر ادارو وار د مخه ویلي چې د ښاغلي ټرمپ اجرائیوي فرمانونو پر ضد به په محکمو کې عریضې وکړي.

په نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو کې د متحده ایالاتو نوي جمهور رئیس، په یو اجرائیوي فرمان کې متحده ایالاتو ته امر وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او څخه ووځي.

هغه د دې فرمان لاسلیک پر مهال وویل چې د چین په پرتله چې په نړۍ کې تر ټولو ډیر وګړي لري خو ملګرو ملتونو ته لږې پیسې ورکوي، متحده ایالات بیا سره لدې چې وګړي یې تر چین کم دي خو ملګرو ملتونو سره مالي مرستې یې تر چین ډیرې دي.

که له یوې خوا د جو بایډن حکومت د اروپایي او نورو هیوادونو سره ائتلافونه کول خو ډونالډ ټرمپ په یو بل اجرائیوي فرمان کې د پاریس اقلیم تاریخي تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې ښایي د امریکا نږدې متحدین ناراضه کړي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې کړې ژمنې سره سم، تقریباً ۱۵۰۰ هغه امریکایي اتباع وبخښل چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجو تائید پر مهال یې د کانګرس په ماڼۍ یرغل کړی و. هغه دا کسان "یرغمل شوي" وبلل او تر دې وړاندې یې د "هیواد پالو" خطاب هم ورته کړی و.

ټرمپ همدغه راز د مخکني جمهور رئیس جو بایډن هغه پریکړه رد کړله چې کیوبا یې د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکي هیوادونو د لست څخه ایستلې وه او دا هیواد یې بیرته پدې لیست کې ورګډ کړ.