چې اوسې په خوی به د هغو شې.

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژباړه: عبدالملک پرهیز
یو چا له انشټین پوښتنه وکړه ستاسې له نظره هوښیاره سړی څوک دی.
د انشټین ځواب ټول حیران کړل.
انشټین وویل: زما ډریور.
هغه وویل یوه ورځ کنفرانس ته روان وم، زیات ستړی او ستومانه وم.
زما ډریور چې زما ویناوې یې تل آوریدلي ول. وړاندیز وکړ زما پر ځای خبرې وکړي.
د هغه وړاندیز مې و منه او جامې مو سره بدلې کړې او هغه د ستج سر ته ولاړ.
هغه مهال رسنې نه وې او خلکو انشټین نه پېژانده.
کله چې دريور خپله وینا پای ته و رسوله یو خبریال د نسبیت اړوند ډېره سخته پوښتنه ترې وکړه.
هغه په آرامۍ او هوښیارۍ سره وویل: دا پوښتنه دومره اسانه او ساده ده چې زما ډریور چې هلته په لومړي کتار کې ناست دی ستاسې دغې پوښتنې ته ځواب ورکوي. او خپل ډریور ته یې وویل کیدی شي مهرباني وکړې راشې او دده پوښتنې ته ځواب ورکړې.
انشټین د هغه د ډریور په رول کې پاڅیده او پوښتنې ته یې ځواب ورکړ.
له دې پیښې وروسته نور هیڅ چا بله پوښتنه و نه کړه.
هر څوک د هغه کسانو له مخې پیژاندل کېږي چې ورسره ناسته ولاړه لري.
تاسې هم که له هوښیارانو سره ناسته او ولاړه ولرئ، نو د حکمت خاوندان به شئ.
ستاسې شخصیت له وګړو سره جوړیږی او وده کوي.