د طالبانو حکومت وايي له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر وکرم مسري سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي. دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دواړو اړخونو تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بلل شوې.
د طالبانو حکومت په دوبۍ کې د دغه غونډې په اړه خپله وینا‌‌پاڼه کې ویلي"امیرخان متقي د هند له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي."
اعلامیه زیاتوي، ښاغلي متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته وریاده کړه چې " له افغانستانه چا ته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله څرګنده کړه."
د هند د بهرنیو چارو وزارت له وکرم مسري سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه مهمه بللې او ویلي یې دي " اړتیا ته په پام سره، پریکړه وشوه چې هند به په نژدې راتلونکي کې په پرمختیايي پروژو کې پر ښکېلتیا غور وکړي."
هندي لوري ویلي د طالبانو حکومت ترې غوښتي چې له کډوالۍ ستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ او د هیواد روغتیايي چارو کې دې ورسره د مرستې تر څنګ دې د چابهار بندر له لارې دې د سواګرۍ غوړېدا هڅې چټکې شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو حکومت د هند امنیتي اندېنښنې درک کړي او دواړو لورو هوکړه کړې چې په د بیلابیلو کچو چارواکي به د ګډې همکارۍ لپاره به ناستې روانې وساتي.
د ۲۰۲۱ ګسټ کې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې کال وروسته هند د ۲۰۲۲ په جون کې خپل لومړنی پلاوی کابل ته ولېږه، له هغه وروسته څو وارې هندي استازي کابل ته تللي.
د عکس تشریح،د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی جی پي سینګ په تېر نومبر کې کابل ته تللی و
د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي جی پي سینګ د نورو جګپوړو چارو تر څنګ د طالبانو حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره کتلي وو.
د هند او د طالبانوحکومت د اړیکو غوړېدل ښايي د ګاونډي پاکستان لپاره د اندېښنې وړ وي.
پاکستان چې له ۱۹۴۷ کال د خپلې خپلواکۍ راهيسې له هند سره د کشمیر پر سر درې جګړې کړي تېر څو کلونو کې یې ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د دوی خلاف فعالیتونه کېږي او پر هند یې د ځینو کړیو د ملاتړ تور لګولی.
افغانستان کې طالب واکمنو په وار وار ویلي، افغان خاوره کې چا ته د نورو پر وړاندې د فعالیت اجازه نه ورکوي.