د ډنمارک شاهي کورنۍ نښان له ۱۸۱۹ کال راهیسې څلور ځله په ۱۹۰۳، ۱۹۴۸، ۱۹۷۲ او ۲۰۲۴ کلونو کې بدل شوی دی.
خو تر دې دمه یې یو ځل هم بدلون دومره نه و لانجمن شوی، لکه دا وروستی ځل.
د ډنمارک پاچا فرېډریک لسم، چې پر دغه هېواد او همدا راز پر فارو او ګرینلنډ کورواکه ټاپوګانو حکومت کوي، د ۲۰۲۴م کال ډسمبر کې په ملي نښان کې د دغو دوو سیمو د لا ډېر راجوتولو پرېکړې سره ځینې څارونکي او تاریخپوهان حیران کړل.
له تېرو ۵۰۰ کلونو راهیسې د ډنمارک په ملي نښان کې، چې په رسمي اسنادو او ټاپو کې کارول کېږي، د دغه هېواد، ناروې او سویډن د یووالی سمبول په توګه درېیو تاجونو ته ځای ورکړل شوی و.
د ډنمارک په مشرۍ دغه اتحاد له ۱۳۹۷ تر ۱۵۲۳ زېږدیز کال پورې دوام درلود.
خو په نوي بدلون کې له دغه نښانه تاجونه لېري شوي او پر ځای یې د ګرینلنډ او فارو ټاپوګانو د سمبول په ډول د قطبي خوګ او وري (قوچ) عکس تر پخوا پیاوړی شوی دی.
شاهي کورنۍ لخوا تېر ډسمبر په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي: "پاچا هوډ لري چې د ملي سلطنتي نښان له بدلون سره چې په ۱۹۷۲ کال کې تثبیت شوی و، یو معاصر نښان وپنځوي چې د کورواکه سیمو منعکسوونکی وي او تاریخ او دودونه پکې په پام کې نیول شوي وي."
د عکس تشریح،کیڼه خوا د ډنمارک پخوانی ملي نښان او ښی خوا پکې راغلی بدلون ښکاري
خو ځینو تاریخ لیکونکو دغه بدلون په یوه ډول د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د رد ځواب انګېرلی دی.
ټرمپ د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ګرینلنډ پېرلو ته لېوالتیا ښودلې وه، چې د دغه قطبي ټاپو مشرانو هغه مهال له ځنډ پرته رد کړه.
هغه چې ټاکلې راتلونکو ورځو کې د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، تېره میاشت یو ځل بیا له ډنمارکه د دې ځای پېرلو ته لېوالتیا وښوده.
نوموړي پر خپله خواله رسنۍ لیکلي و "امریکا د خپل ملي امنیت او درسته نړۍ کې ازادۍ لپاره د کرینلنډ مالکیت او کنټرول یوه مطلقه اړتیا ګڼي."
خو د ګرینلنډ لومړي وزیر 'موتې اګدې' یې په ځواب کې وویل "موږ خرڅ ته نه یو او هېڅکله به ونه اوسو."
تازه د ټرمپ زوی 'ډونلډ ټرمپ جونیر' تېره سېشنبه دې سیمې تللی، خو ویل شوي چې دا سفر "د یوه پاډکاسټ ثبتولو لپاره خصوصي لیدنه" وه.
د ډونلډ ټرمپ دغه زوی د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې مهم نقش درلود او په وار وار بېلابېلو غونډو او رسنیو کې هم راڅرګند شوی دی.
د ډنمارک حکومت تر ډېره د دغه سفر په اړه له څرګندونو په څنګ تېر شوی او ټینګار یې کړی چې دا کوم رسمي سفر نه و.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت بيبيسي ته ویلي "موږ ګرینلنډ ته د ډونلډ ټرمپ جونیر له پلان شوي سفر خبر یو. دا چې دا د امریکا د حکومت لخوا کومه رسمي لیدنه نه ده نو د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نظر نه لري."
د عکس تشریح،ډونلډ ټرمپ جونیر د خپل پلار په ټاکنیز کمپاین کې مهم نقش درلود
د امریکا منتخب ولسمشر دوشنبه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ګرینلنډ ته د خپل زوی سفر تایید کړی و.
هغه لیکلي و چې جونیر ټرمپ او "څو نور استازي" به ګرینلنډ ته ولاړ شي چې د دغه ځای "ځینې په زړه پورې سیمې" وګوري.
نوموړي زیاته کړې چې که ګرینلنډ له دوی سره یو ځای شي، نو دغه ټاپو او خلک به یې د ده په وینا "زیاته ګټه وکړي."
هغه لیکلي: "موږ به یې له ډېرې بېرحمې بهرنۍ نړۍ وساتو او قدر به یې وکړو."
ښاغلی ټرمپ دوشنبه یوه خبري کنفرانس کې تر دې هم یو ګام مخکې ولاړ او ویې ویل چې د ګرینلنډ نیولو لپاره د پوځي ځواک د کارېدو احتمال منتفي نه ګڼي.
خو زوی یې ټرمپ جونیر بیا په خپل پاډکاسټ "ټرېګرډ" کې وايي، چې د ګرینلنډ د پېرلو هوډ نه لري. هغه ویلي، دا ځای یې خوښېږي او د خپل پلار په خصوصي الوتکه کې چې پر "ټرمپ فورس ون" مشهوره ده، هلته تللی دی.د ګرینلنډ ستراتېژیک اهمیت
ګرینلنډ شاوخوا ۵۷ زره وګړي او په کور دننه پام وړ واکونه لري، خو له اقتصادي اړخه ډېر زیات د کوپنهاګن سبسایډیو پورې تړلی دی. امریکا په دغه ټاپو کې یوه ستره فضايي اډه لري او دا چې د شمالي امریکا او اورپا ترمنځ له ټولو د لنډې لارې منځ کې پورت دی، نو متحدو ایالتونو لپاره ستراتېژیک اهمیت لري.
پر دې سربېره، د ډنمارک دا کوچنۍ کورواکه سیمه له ډېرو کانونو او طبیعي زېرمو برخمنه ده.
د ډنمارک حکومت د امریکا له منتخب ولسمشر سره د کرینلنډ پر سر د مناقشې له پیلېدو وروسته د دغه ټاپو پوځي بودېجه کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی.
فرېډریک لسم، د نوي کال په وینا کې "ګرینلنډ" پورې د شاهي ډنمارک پر یووالي ټینګار وکړ.
هغه وویل: "موږ په یو بل پورې اړه لرو."
خو د ګرینلنډ لومړي وزیر بیا د نوي کال په وینا کې له ډنمارکه د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه ټاپو باید د "استعماري زنځیرونو له بنده" ازاد شي.
ځینې پر دې باور دي چې د ډنمارک پاچا د ملي نښان بدلولو سره په زغرده د شاهيډنمارک د یوې برخې په توګه له ځان سره د ګرینلنډ د ساتلو هوډ څرګند کړی.
د ټرمپ او ګرینلنډ لانجه: ولې د ډنمارک پاچا د خپل هېواد ملي نښان بدل کړ؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode