کرېکټ نړیواله شورا: افغان کرېکټبورډ افغانستان کې د حکومتي تګلارو مسئول نه شي کېدای

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) کرېک اینفو ته ویلي، د افغانستان کرېکټبورډ د دغه هېواد حکومت له خوا د ټاکل شویو تګلارو لپاره مسئول نه شي ګڼل کېدای.
د کرېکټ نړیوالې شورا ویاند وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې د بریتانیا او سویلي افریقا یو شمېر سیاستوالو له خپلو کرېکټ لوبډلو وغوښتل، د ښځینه وو پر کرېکټ لوبډلې د بندیزونو له امله دې په چمپینز ټرافي کې له افغان لوبډلې سره لوبې نه کوي.
د سوېلي افریقا کرېکټبورډ د سیاستوالو په ځواب کې ویلي "د افغانستان په اړه دریځ باید د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د نړیوالو سیالیو د ګډون د اړتیاوو او مقرراتو سره سم مخې ته ولاړ شي."
له دې وړاندې د انګلنډ کرېکټ بورډ هم ویلي، دوه اړخیزې لوبې په جلا توګه د کرېکټبورډونو لخوا تنظیمېږي، خو د چیمپینز ټرافۍ په څېر سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا سمبالېږي او چې افغانستان ته د دې ادارې له خوا د ګډون اجازه ورکړل شي نو دوی به له مهالوېش سره سم، ورسره مخ کېږي.
له افغان لوبډلې سره په چمپنیز ټرافۍ کې د لوبو نه کولو په تړاو په بریتانیا کې د سیاستوالو غوښتنې ته په غبرګون کې د ای سي سي ویاند ویلي د دوی اداره به "د افغانستان کرېکټبورډ او لوبغاړي یې د دغه هېواد د حکومت له خوا د ټاکل شویو قوانینو پلي کولو له امله مجازات نه کړي. موږ به په رغنده توګه له خپل اغېزه کار واخلو، چې د کرېکټ پراختیا او په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو دواړو لپاره د لوبيزو فرصتونو په برابرولو کې له کرېکټبورډ سره مرسته وکړو."
د بریتانیا او اسټرالیا کرېکټبورډونو دواړو ويلي له افغان لوبډلې سره د دوې اړخیزې لوبې نه کوي.
افغان کرېکټ؛ د پردې تر شاه ستونزې او ننګونې
کرېکټ نړیوال جام؛ نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتلو ته غبرګونونه څه دي؟
تاریخي بری که ارماني غچ؟ کرېکټ کې د اسټرالیا خلاف د افغانستان لومړۍ بریا په پراخه کچه ستایل کېږي
د انګلنډ کرېکټبورډ د افغانستان پر وړاندې د یوه همغږي غبرګون غوښتنه کړې. په داسې حال کې چې د انګلنډ کرېکټ لوبډله راتلونکې میاشت په چمپینز ټرافۍ سیالیو کې له افغانستان سره مخامخېږي، د بریتانیا پارلمان ځینو غړو له افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبې نه کولو غوښتنه کړې وه.
دوی وايي، افغان کرېکټ لوبډله دې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر حقونو د محدودیتونو پر وړاندې دریځ غوره کړي.
د کرېکټ نړیواله شورا په دې اند ده، چې د نارینه وو افغان لوبډلې ته باید د افغانستان حکومت د تګلارو له امله سزا ورنه کړل شي، ځکه دوی باور لري چې د دوی غړي د طالبانو دریځ نه شي کنټرولولی.
د کرېکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان بشپړ غړيتوب ومانه. دا له دې سره سره چې د ښځو کرکټ لوبډلې نه لرلو سره افغانستان د ای سي سي له قانون له مخې نیمګړتيا لرله. ای سي سي یې په افغانستان کې بيا حالاتو ته په کتو دليلونه ومنل.
پر ټولنیزو رسنیو کمپاینونه
په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو پر ښځو د بندیزونو له امله د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې پر افغان لوبډله بندیز ولګوي خو بل پلو بیا یو شمېر نور دا ګام ناسم بولي او وايي افغان لوبډله په دې کې هېڅ لاس نه لري، او یوازینی څه چې اوس وخت افغانانو ته خوښي ورکوي، ورزش په ځانګړې توګه کرېکټ دی.
د افغانستان ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرزانې کوچۍ بي بي سي ته وویل، افغان لوبغاړي د خپل ولس د اتلانو په توګه د خلکو مېلمستیاوو ته غوښتل کېږي او په ناستو کې ګډون کوي.
"ما هم له دوی سره عکسونه اخیستي دي، ځکه دوی زموږ ویاړلې څېرې دي، ټول خلک ورسره عکسونه اخلي، کورني او بهرنیان، دوی سیاسي فعالان نه دي، څنګه موږ له دوی داسې توقع وکړو، که څه هم دوی څه ناڅه په دې اړه خپل غږ اوچت کړی دی، موږ باید له دوی له واقعیته لېرې غوښتنې ونه لرو."
اغلې کوچۍ وايي موږ باید خپل ملي ارزښتونه او ملي لاس ته راوړنې هم وپېژنو او ملاتړ یې وکړو. دا زیاتوي "که د چا دغه لوبه نه خوښېږي، مهرباني دې وکړي نه دې ګوري. دوی حق نه لري چې دوی د نورو افغانانو د خوښۍ دغه احساس پر وړاندې ودرېږي."
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "د افغانستان خلکو تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لاډېرې کامیابۍ ګران هېواد ته ور په برخه کړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د کرېکټ چارو شننونکي بشیر غروال بي بي سي ته وویل، افغانستان تر دې ځای رسېدو کې ډېره خواري کړې ده او د کرېکټ نړیواله شورا هم نه غواړي افغانستان په اسانۍ له لاسه ورکړي، "دا دومره وړه خبره نه ده، په دې کې ډېر لوري دخیل دي، د کرېکټ نړیواله شورا هم نه غواړي د افغانستان په شان یو هېواد په اسانۍ له لاسه ورکړي. په دغه جغرافیه کې خلک له کرېکټ سره بې سارې مینه لري. په نړیواله کچه دا دې لوبې لپاره ډېر رول لري."
ښاغلی غروال وايي په بریتانیا کې یې د پارلمان ځینو غړو ته پرانیستي لیکونه استولي او غواړي په دې اړه خبرې ورسره وکړي.
د انګلنډ کرېکټ اجرائیوي مشر ریچارډ ګولډ هم ویلي و "دا مهمه ده چې د ډېری افغانانو او هغو کسانو لپاره چې له هېواده بې ځایه شوي د کرېکټ ارزښت د هیلو او مثبتې سرچینې په توګه پېژندل کېږي."
پاکستان به د راروانو چمپینز ټرافۍ سیالیو کوربه وي. په دغو سیالیو کې اته لوبډلې د فبرورۍ له ۱۹مې د مارچ تر نهمې نېټې سیالۍ کوي. په ب ګروپ کې افغانستان، اسټرالیا سویلي افریقا او انګلنډ او په الف ډله کې پاکستان، هند، نیوزیلینډ او بنګله دېش شامل دي.
د ای سي سي دننه پر ډېرو مهمو موضوع ګانو د غړو هېوادونو تر منځ بحثونه کېږي او ډېر وخت د افغانستان په تړاو نظرونه په کې په دوو برخو وېشل شوي دي. یوه ډله یې اسيايي هېوادونه دي چې تر ډېره د افغانستان په ګټه دریځ نیسي، خو په اوسنیو حساسو مسئلو کې بیا د اسټرالیا او انګلنډ په ګډون ځینې نور بورډونه له وړاندې ښکاره دریځ لري.
تازه د کرېکټ نړیوالې شورا مشر هم هندی 'جې شا' ټاکل شوی چې د ډېرو په ګومان په دغه نړیواله اداره کې د افغانستان دریځ "لا غښتلی" کوي.
طالبانو یوازې پر ښځینه لوبډلې بندیز نه دی لګولی او تر اوسه یې په ځانګړې توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په ټوله کې یې د ښځو پر پر لوبو یې بندیزونه لګولي دي.