د پاکستان امنیتي ځواکونه د خیبرپښتونخوا په سویلي ولسوالۍ لکيمروت کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ کمېسیون د تښتول شویو کارکوونکو په لټون بوخت دي.د ځايي پولیسو چارواکي وايي، وسله والو پنجشنبه سهار د لکيمروت په کبلخېل سیمه کې د اټومي انرژۍ کمېسیون ۱۶ کارکوونکي او د هغوی موټر چلوونکی وتښتول، چې ۸ تنه یې وروسته وموندل شول، خو نور لا هم بېدرکه دي.
د لکيمروت پولیسو ویلي له موندل شویو کارکوونکو درې تنه ټپي دي چې درملنې لپاره د دې ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون یوه چارواکي 'ډاکتر ازاد' بيبيسي ته وویل، چې ټپیان په مرمیو لګېدلي خو ژوند یې له خطره وتلی.
د خیبرپښتونخوا د سیمهییزو پولیسو افسر 'عمران شاهد' بيبيسي ته د اتو تښتول شویو کارکوونکو د موندل کېدو پخلی کړی دی.
هغه زیاته کړې، "د نورو کارکوونکو موندلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پاتې ۹ کسان به هم په خیرخیریت وموندل شي."
د پاکستاني رسنۍ په وینا د دغو کسانو د تښتول کېدو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی دی.
پېښه څنګه او چېرته شوې؟
ویل کېږي له کومې سیمې چې دغه کسان تښتول شوي، هلته د پاکستان اټومي انرژۍ د کمېسیون لخوا د یورانیمو د کان کېندنې پروژه روانه ده.پولیس وايي، دغو کسانو په یوه 'وېګن' موټر کې سفر کاوه، وسله والو یې موټر درولی، دوی یې له ځان سره بیولي او موټر ته یې اور اچولی دی.د عکس تشریح،وسله والو موټر سېځلی او د اټومي انرژۍ کمېسیون کارکوونکي یې تښتولې دي
ځايي اوسېدونکو بيبيسي ته ویلي، دا پېښه له لکيمروت څخه میانوالې ته پر غځېدلي سړک د پنجاب ایالت عیسیخېل سیمې ته نږدې شوې ده.د یادونې ده چې د پاکستاني طالبانو تحریک تېره اوونۍ په یوه بیان کې ګواښ کړی و، چې د پاکستان د پوځ پر اړوندو اقتصادي پروژو به بریدونه پیل کړي.
لکيمروت کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې د خیبرپښتونخوا د ځینو نورو سیمو په څېر امنیتي پېښې پام وړ ډېرې شوې.
وسله والو دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په غزنيخېل سیمه کې دوه پولیس په ډزو وژلي وو. ځايي پولیسو او د 'امن کمېټۍ' غړو وروسته وویل چې بریدګر یې تعقیب کړي او یو تن یې ترې وژلی دی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې 'سيټيډي' همدا تېره ورځ (پنجشنبه) هم لکيمروت کې په ګډو عملیاتو کې د ټيټيپي د درېیو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.
د ترهګرۍ ضد ادارې یوه اعلامیه کې ویلي، دا عملیات یې تر هغې وروسته وکړل چې په سیمه کې د "لسګونو وسله والو" د حضور مالومات ترلاسه شول.
'مرګونی کال او خرابېدونکی امنیتي وضعیت'
د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي وايي په ګاونډي افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې، دغه هېواد او په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.د یادونې ده چې چارشنبه (د جنورۍ ۸مه) د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې نږدې ۸۰ تنه وسله وال د زهري سیمې ښار ته ننوتل او هلته یې د پولیسو د تاڼو، د احصایې (نادرا) دفتر او د یوه خصوصي بانک څانګې پر سوځولو سربېره وسلې، موټر او موټرسایکلونه له ځان سره یوړل.
د دې پېښې مسوولیت د بلوڅانو ازادۍ پوځ (بياېلاې) په نوم بېلتونپالو منلی دی.
څو ورځې مخکې د بلوچستان د کيچ ضلعې په تربت سيمه کې پر یوه بس د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت هم همدې ډلې پر غاړه اخیستی و چې ملکي او امنیتي کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.د عکس تشریح،۲۰۲۴ کال پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی
د یادونې ده چې ۲۰۲۴ کال تېره یوه لسیزه پاکستان کې تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی و.دغه هېواد کې د امنیتي او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز (سي ار اېس اېس) د ۲۰۲۴م کال په امنیتي راپور کې لیکلي، چې د دغه هېواد لروبر ۴۴۴ 'ترهګریز بریدونه' شوي، ۱۶۱۲ کسان د امنيتي پېښو قرباني شوي چې ۶۸۵ پکې امنیتي کسان دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ایاېسپيار) بیا وايي، په ۲۰۲۴ کال کې يې نږدې ۶۰ زره پوځي عمليات کړي چې د دوی په وينا "۹۲۵ ترهګر" پکې وژل شوي او ۳۸۳ پوځيانو هم خپل ژوند بايللی دی.
د پاکستان حکومت په وار وار تور لګولی چې د دغه هېواد د ناامنيو په ګڼو پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی او دا چې د دې ډلې غړي افغانستان کې پټنځايونه لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
وسله والو خیبرپښتونخوا کې د اټومي انرژۍ کارکوونکي تښتولي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode