پاکستان کې وسله والو د پوځ پر پوستو خونړي بریدونه کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

وسله والو کسانو جمعه اګست نهمه (زمري ۱۹) په پاکستان کې د ډیورنډ پولې ته څېرمه د پوځ پر دوو پوستو برید وکړ، چې د راپورونو له مخې یو شمېر امنیتي منسوبین یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې د خیبر په ناکراره سیمه کې د سهار وختي مهال په دغو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه امنیت ساتونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یو شمېر بریدګر هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې ددغو پیښو په اړه د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د حافظ ګل بهادر په نوم ناقانونه پېژندل شوې ډلې په ټولنیزو شبکو کې په یو خپاره کړي پوسټ کې د برید مسؤلیت منلی دی. دې ډلې ویلي چې جنګیالي یې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)" سره په همغږۍ کې بریدونه کوي.

په خیبر او نورو سرحدي ولسوالیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او پوځي تاسیساتو باندې وسله وال بریدونه عام دي. پاکستان ویلي چې د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه په لاره اچوي.

پاکستان: بریدګر له افغانستان څخه راځي

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي چې په ترڅ کې یې په سلګونو پاکستان وژل شوي چې زیاتره یې امنیت ساتونکي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو شتون ردوي او ټینګار کوي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

ملګرو ملتونو د پاکستان د ادعاوو ملاتړ کړی، او په خپل وروستي راپور کې یې ویلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې "تر ټولو لویه ترهګره ډله" ده او د پولې هاخوا بریدونو لپاره له واکمنو طالبانو څخه په زیاتیدونکي ډول ملاتړ ترلاسه کوي.

دغه راپور، چې تېره میاشت خپور شو، اټکل کوي چې د افغان جنګیالیو په ګډون تر ۶۵۰۰ پورې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې فعالیت کوي او هلته د القاعدې په کمپونو کې روزنه او وسلې ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په مکرر ډول له افغانستان څخه د راپورته شوې ترهګرۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګه یې د سیمې امنیت ته ترټولو جدي ګواښ ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې داعش-خراسان په افغانستان کې د استخدام هڅې ګړندۍ کړي او داسې خطر شته چې دا ډله په بهر کې بریدونه وکړي.

ولادیمیر ورونکوف وویل، "داعش-خراسان په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان او مرکزي اسیا کې د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې خپل مالي او لوژیستیکي وړتیاوې پیاوړې کړي دي."

طالبانو د ملګرو ملتونو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او پخوا یې دا ډول ارزونې د دوی د حکومت پر ضد تبلیغات بللي وو.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دوی امنیتي ځواکونو په هیواد کې د داعش - خراسان اډې له منځه وړي او د دې ډلې هغه توان یې کمزوری کړی چې د افغانستان ملي امنیت او د سیمې امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.