مجاهد: افغانستان کې د داعش موجودیت او پر ګواښ د بدلیدلو اندیښنې بې ځایه دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانکې یو چارواکي ویلي چې د داعش-خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیستیکي توان زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانکې یو چارواکي ویلي چې د داعش-خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیستیکي توان زیات کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه بهر د داعش د بریدونو خطر د موجودیت د خبرداري په اړه د ملګرو ملتونو د یو چارواکي څرګندونو ته په غبرګون ویلي چې په دغه هیواد کې د داعش د پراخ موجودیت او په ګواښونو د بدلیدو په تړاو د لویدیځو هېوادونو او سازمانونو اندیښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي.

ذبیح الله مجاهد د جمعې د ورځې ناوخته اګست نهم (زمري ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعش د پدیدې په وړاندې جدي مبارزه کړی او دا ډله یې سخته ځپلې ده.

هغه لیکلي: "په افغانستان کې د موجود امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول د هغو ډلو لپاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشتیا هڅه ونشي".

له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډله، چې په افغانستان کې فعاله ده له دغه هیواد څخه بهر د بریدونو خطر موجود دی.

ولادیمیر ورونکوف وویل: "د داعش-خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیستیکي توان زیات کړی دی."

نوموړي زیاته کړه: "دغې ډلې همدغه راز د ځواک (جنګیالیو) جذبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي."

ورونکوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډې کې وویل چې لا هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه "یوه جدي اندېښنه" ده.

هغه وویل: "باید متحد شو او پرېنږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي."

نوموړي د افغانستان له ګاونډیانو څخه وغوښتل چې د داعش- خراسان له لوري پیدا کېدونکی ګواښ کنترول کړي او د زیاتېدو مخه یې ونیسي.

خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو حکومت تر کلک کنټرول لاندې ده چې له امله یې هیڅ خپل سرې کورني او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.

‏هغه ویلي: "اسلامي امارت [ طالبانو حکومت ] چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي".

له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې مشر همدغه راز خبرداری ورکړ چې د افریقا ځینې برخې د داعش د فعالیتونو مرکزونه دي او ورسره په لویدیځې افریقا او ساحل کې بې ثباتي زیاته شوې ده.

نوموړي وویل چې د داعش سیمه ایزې څانګې په افریقا کې د خپلو عملیاتو سیمې پراخې او همغږې کړي دي.

ورونکوف خبرداری ورکړ: "که دا ډلې په شمالي‌ ساحل کې خپل نفوذ زیات کړي، له مالي څخه نیولې تر نایجریا پورې به یې ډېرې سیمې تر اغیزناک کنترول لاندې راشي."

نوموړي وویل چې دا ډلې همدغه راز د کانګو په جمهوریت، د موزامبیق په شمال او سومالیا کې ګواښ دي.

ورونکوف وویل: "د داعش-خراسان څانګې ګواښ په اروپا کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي لامل شوی. دا ډله د دغې وچې لپاره تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي."

له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې ددغه چارواکي د څرګندونو دمخه د جولاۍ په ۳۱ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په یو راپور کې ویلي وو چې د داعش او له هغه سره د تړلو ډلو ګواښونه "په خپل حال پاتې او د ترهګرۍ د پرلپسې مبارزې سره سره داعش او ورسره نورې تړلې ډلې خپلې ودې او پراختیا ته دوام" ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د تېرکال د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان کې او د مارچ په میاشت کې په مسکو کې د کانسرت په یو تالار کې د داعش له بریدونو ښکاري او ویل کېږي چې د دې ډلې مرکز"په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو غړو ته لارښوونه کړې چې له هېواد (افغانستان) څخه د باندې بریدونه" وکړي.