د غزې د دفاع مدني سازمان: پر یو ښوونځي د اسرائیل برید کې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د غزې د دفاع مدني سازمان د شنبې په ورځ اګست لسم (زمري ۲۰) وویل په غزه کې پر یو ښوونځي‌ باندې چې په کې فلسطیني بې‌ځایه شويو پناه اخیستې وه د اسرائیل د وروستي‌ برید د قربانیانو شمیر څه باندې ۹۰ کسانو ته پورته شوی دی.

خو د اسرائیل پوځ ویلي‌ چې په سیمه کې یې د تندلارو پر یو مرکز برید کړی دی.

د فرانسې خبري‌ اژانس راپور ورکړی چې تراوسه یې د دې شمیرې د تائیدولو په اړه له خپلواکو سرچینو څخه معلومات نه دي ترلاسه کړي،‌ خو زیاته کړې یې ده که د وژل شویو دا شمېر تائید شي ښايي د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ له تېرو لسو میاشتو راهیسې روان جنګ کې تر ټولو لوی برید وي چې په کې په لوړه کچه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزې د دفاع د مدني‌ سازمان ویاند محمود باسال د فرانسې خبري اژانس ته وویل:‌ ''په اوس وخت کې د وژل شوی کسانو شمیر له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ کسانو پورې دی او لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي. د اسرائیلو درې توغندي په هغه ښوونځي لګېدلي‌ دي‌ چې پکې فسلطیني بې‌ځایه شويو پناه اخیستې وه.''

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر چې د حماس تر کنټرول لاندې دی ویلي دي چې په دغو بریدونو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جنګ کې چې د تېر عیسوي کال په اکتوبر کې پیل شو د دغه ښار د ۲.۴ میلیونه وګړو لویه برخه له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او زیات شمیر یې ښوونځیو ته پناه وړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د غزې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د روان کال د جولای له شپږمې راهیسې په غزه کې پر ۱۴ ښوونځیو بریدونه شوي دي چې پکې له ۲۸۰ زیات کسان وژل شوي دي.


خو د اسرائیل پوځ ویلي‌ چې د حماس د "قوماندۍ او کنټرول مرکز" چې د دراج په سیمه کې د التبیین په ښوونځي کې و په نښه کړی دی.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د غیرنظامیانو د تلفاتو د مخنیوي‌ لپاره یې زیات شمیر اقدامات په پام کې نیولي‌ دي. د اسرائیل د پوځ په وینا دغه برید د هوايي‌ څار او استخباراتي‌ معلوماتو په اساس او له دقیقو وسلو او مهماتو څخه په استفادې شوی دی.

د اسرائیل پوځ پر ښوونځیو له بریدونو وروسته تل د نظامي مرکزونو د په نښه کولو ادعا کړې ده. د حماس ډلې د اسرائیلو دا ادعا چې له ښوونځیو،‌ روغتونونو او له غیرنظامي ودانیو څخه د نظامي فعالیتونو لپاره کار اخلي‌ رد کړې ده.

د حماس ملګرې د جهاد اسلامي تندلارې ډلې ویلي چې دغه برید د سهار د لمونځ په وخت شوی دی.

غزه کې د حکومت د رسنیو د دفتر عمومي‌ رئیس اسماعیل الثوابطا د فرانسې خبري اژانس ته وویل:‌ "له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي چې د زیات شمېر روغتيايي حالت نازک دی."

د غزې رسنیو راپور ورکړی چې په دغه ښوونځي کې کابو ۲۵۰ کسانو ژوند کاوه او شاوخوا نیمايي یې ښځې او ماشومان و.